کور / تازه خبرونه / کندهار : د سولي د شورا له پاره نوي ټاکني کېږي

کندهار : د سولي د شورا له پاره نوي ټاکني کېږي

د کندهار ولايت د سولي شورا د رئيس او منشي د ټاکلو لپاره به له نن څخه پوره دوې اوونۍ وروسته ددغي شورا د ټولو غړو په غوښتنه او موافقه باندي انتخابات کيږي.
کندهار والي په غونډه کي وويل چي د سولي د شورا غړي بايد تر ډېره بريده د وسله والو په پخلاينه کي کار وکړي.
هغه زياته کړه چي د شورا غړو د مشر او منشي د بيا ټاکلو په اړه غوښتني کړي چي د دارالنشاء د قانون سره سم بايد د شورا د غړو په غوښتنه له سره ټاکني وسي.
کندهار والي ته د نن ورځي په مجلس کي د سولي شورا د رئيس او غړو لخوا د خپلو کارونو او پرمختګونو په اړه مفصل معلومات ورکول سول او د هغو پروژو په اړه چي ددې شورا له لاري سوې وې وويل سول.
د کندهار د سولي ولايتي شورا رئيس حاجي عطا محمد احمدي وويل چي دوى د کندهار په هغو ولسواليو کي چيري چي وسله وال د سولي له بهير سره يو ځاى سوي پرمختيايي پروژې پلي کړي چي پکښي د سولي سره يو ځاى سو کسانو ته د کارونو زمينه برابره سوې ده.
د نن په مجلس کي د سولي شورا يو شمېر غړي هم په خپلو خبرو کي له خپلو کارونو او فعاليتونو راضي نه ول او په خبره يې چي د ځينو مهمو کمېسونونو او او کمېټو لپاره د زيات وخت راهيسي مشران نسته چي ورسره تقريباً د هغې څانګي کارونه هم فلج سوي دي.