امریکایی پوځیانو دعمان له سیند نه ډوب سوي افغان کب نیونکې وژغورل .
امريکايي ځواکونو د ايران پولې ته څیرمه د عمان په يوه سيند کې دوه هغه افغانان کب نیونکې ژغورلي، چې پنځه ورځې وړاندې یې کښتۍ ډوبه سوې وه .
دغه کسان چې نن کندهار ته رالیږل سوي د فراه ولايت اصلي اوسېدونکي دي او د عمان په سيند کې یی په یوه کب نیونکې کښتۍ کي کار کاوه .
دغه افغانانو پنځه ورځې پرله پسې په سیند کې دکښتۍ پر یوه ماته سوې ټوټه باندې تیر کړې خو یو ملګرى یی په سیند کي تری تم سوى .
دغه دوه تنه چې یو یې عبدالکریم نومیږې درسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې د ايران سره نژدې يې د عمان په سيند کې ماهيان نيول چې د سيند یوې زوروې څپې یی کښتې ور ماته کړه .
هغه وايي، چې پنځه شپې او ورځې يې د سيند په منځ کې پرته له خوړو تېرې کړي، خو هغه مهال یی دنوې ژوند هیلې راوټوکیدې چې د امريکایې ځواکونو یوه پوځې کښتۍ پر برابره سوه.
دغه کب نیونکې وایي چې امریکایي ځواکونو له درملنې وروسته کندهار ته راولیږل او ورسره ژمنه یی کړې چې ډېر ژر به يې خپل ولايت او کورنۍ ته ورسوي.
دا دخپل ډول لومړې پیښه ده چې رامنځته کیږې .