په ميوند او ژړۍ ولسواليو کي (٢٤٧) جريبه مځکه دکوکناروله کښت څخه پاکه سوه
د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي دکندهارولايت په ميوند او ژړۍ ولسواليو کي تيره ورځ (٢٤٧) جريبه مځکي څخه دکوکنارودکښت داړولو دکمپاين پرمهال دکوکنارو د کښت واړول سوه.
دياد ولايت دميوند ولسوالى د صوبت او کوکه په ساحو کي تيره ورځ دکوکناروپرضد دکمپاين پرمهال دياد ولسوالى (١٦٧) جريبه مځکه او په ژړۍ ولسوالي کي(٨٠) جريبه مځکه دپوليسو له خوا دنشي توکو څخه پاکه سوه چي په ياد کمپاين کي دکوکنارو دکښت داړولولپاره دځانکړوټکټرانو څخه استفاده سوې وه.