کور / تازه خبرونه / په نورستان کي زندانیان د مالونو په خونو کي ساتل کیږي

په نورستان کي زندانیان د مالونو په خونو کي ساتل کیږي

دهیواد په یوه غرني ولایت نورستان کي زندانیان دمالونو (حيوانانو) په هغو خونو کي ساتل کیږي چي له دي وړاندي دمالونو یوه بانډه وه. د افغان دولت په تیر دولس  کلنه  دوره  کي د نورستان دزندانیانو لپاره کوم اساسي زندان نه دي رغول شوي او همدارنګه په یاد ولایت کي زندانیان دي ته رسیدلي چي ځان وژنه وکړي زه په پارون کي دمالونو دساتلو خوني یا بانډه داسي يو ځای دی چي دلته هم زندانیان ساتل کیږي.



دلته ددې زندان کارکوونکي او ساتونکي ژوند کوي عجیبه لاداده چي تراوسه یاد زندان شاوخوا ته دیوالونه هم نه لري.


د زندان د ساتونکو په وینا چي تراوسه په دي زندان کي مالونه وه خو اوس دوي پکښي ژوند کوي .


دزندانیانو دساتلو یوي خوني ته ولاړم یاده خونه دومره تنګه وه چي یاد زندانیانو په ډیره سختي په دي خونه  کي ژوند کاوه.



ما هڅه وکړه چي له زندانیانو سره خبري وکړم خو ډیر يي چمتو نه شو چي خبري وکړي او ځینو يي وویل چي تراوسه دوي برخلیک نه دي مالوم او دعدلیې ریاست او څارنوالي  لخوا ددوي دوسیی  نه دي څېړل سوي.


دنورستان د زندان امیر سمونیار حضرت دین لراوبر ته وويل چي په لسګونه ځل مو امنیه قومنداني ولایت مقام کورنیو چارو او عدلیه وزارتونو او نورو اورګانونه ته يي دخپلو ستونزو یادونه کړي ولي چا یي په ستونزو سر نه دي خوږولي


دنورستان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالکریم عمریار وویل چي له دي وړاندي یاد ځاي د مالونو د ساتلو ځاي وه او اوس د نورستان د مرکزي زندان په توګه یادیږي


دده په وینا چي دده دنده نوي پیل شوي ده او هڅه يي پیل کړي دي چي یاده ستونزه له مینځه یوسي.


دکورنیو چارو وزارت د زندانیانو  عمومي مسول وویل چي په هغه  ولایتونو کي چي زندانیان کم وي نو دوي نه شي کولي زندان جوړ کړي ولي دنورستان ستونزه يي په سر کي نیولي او هڅه کوي چي په یاد ولایت کي  یو اساسي زندان جوړ کړي


دیادولو وړ ده چي یو شمیر زندانیانو دنوم دنه ښودلو په شرط په بشري حقونو او ملګرو ملتونو تور ولګاوه چي دوي سره دغیري انساني کړو په اړه چوپ پاتي دي  دوي وايي چي یوازي دوي ته دا ښه یاد دي چي د ښځو له حقونو  ننګه وکړي او مونږ سره ددي ظلم چي دمالونو سره په ګډو خونو کي ساتل کیږو چوپه خوله پاتي دي.