که له یوې خوا مرګ حق او د یوې ښایسته پېغلي د غاړګۍ په څېر یې د هغې د مرغلني غاړي د زینت او ښکلا په خاطر لوی څښتن انسان ته ور په غاړه کړی دی،تر څو انسان د امتحان او ارزونې تر پړاو بریالی او کامیابه و لوی خدای ته وصل کړي، نو له بلې خوا یې و ټول بشریت ته دا پیغام هم ورکړی دی،چي د یوه انسان په نا حقه قتل او وژل د ټول بشریت وژل او قتلول دي.
په قرآن العظیم الشان کښي په صراحت سره د دې خبري څرګندونه سوې ده چي انساني توکم یو کهول دی ،موږ ټوله د حضرت بابا آدم (ع) او حوا انا اولاد یو، که څه هم زموږ پوستکی سپین او که تور وي.دا اسماني او مقدس کتاب په مختلفو مواریدو کښي وایي،انسانان یو واحد ملت دی،توپیر یوازي زموږ په فیزیکي صورت، رنګونو،روحیات،ژبي،لباس او د جغرافیایي موقیعتونو په لرلو سره دی.
هغوی چي په ګرمه منطقه کښي اوسیږي تور پوستي لویږې،او هغوی چي په یخه هوا کښي ژوند کوي په سپین رنګه صورت کښي لویږي.
هغه څوک چي په ګرمه منطقه کښي ژوند کوي ګرم دماغه وي، او هغه څوک چي په یخه منطقه کښي ژوند کوي یخ مزاجه وي.
کله چي تور پر سپین، سپین پر تور بهترې نلري او شرافت یې یوازي په علم او ادب کښي وي ، او پیغمبرانو هم هغوی د یوه خدای عبادت ته هدایت کړي وي، نو ولي بیا انسانان د قدرت،دولت،ځان غوښتني، او نورو بې ځایه تقاضاو په خاطر هغه انسان چي دده غوندې پر دې فاني نړۍ د ژوند کولو حق لري ،ژوند کولو ته نه پریږدي؟
پېغمبران چي د لوی خدای پېغام لېږدونکي دي لارښونه کوي چي د خدای مخلوق یوازي د یوه خدای بندګي او عبادت وکړي،هغه خدای چي ډیر مهربان،په هر څه خبر،او پر هرڅه قادر دی،ځکه نو لوی خدای (ج) هیڅ وخت انسانان پرته له پیغمبر څخه نه پرېږدي،آدم (ع) اولین پیغمبر او اولین انسان و چي خپل اولاد او خپلي مېرمني ته یې هدایت وکړ. او همداسي د نورو پیغمبرانو ذکر په قرآن کښي راغلی دی.
همدا انسان دی چي یو ځل د قرآن په رڼا کښي په پورته یاد سوي موادو کلک ایمان لري ، او له بلي خوا همدا انسان دی چي ټوله څه او انساني صفات او تقدس تر پښو لاندي کوي.
انسان لوی څښتن خلق کړی دی، څوک چي د ټول کائینات رب دی ،او هر انسان یې په داسي شکل خلق کړی دی چي خدای ورکړی طبعیت او انساني تقدس ته یې باید زښت ډیر احترام وسي.او بیا یې پر ټولو مخلوقاتو بهتر او شریف بللی دی.
په اسلام کښي مریضي، طبعي افات،مرګ، ژوند او داسي نور موارد چي ډیر مهم دي،خورا په احتیاط،زغم، او زړه سوې سره ورته فکر سوی دی. د انسان مرګ په ژوند کښي یو ښایست دی،او مرګ یوازي د یو انسان د ژوند پای هم نه دی.یو انسان د مرګ پر پله هفه وخت ښه تیرېږي کله چي هفه ته هغه څه ورکړل سي، څه چي د لوی خدای له طرفه وي.ځکه خو هفه ژوند ته ادامه ورکوي.
هغه ته داسي څه ورکول کیږي چي د ده دپاره مطلق نوي او نااشنا وي،لکه راحت،اولاد،ښه خبر،مریضئ،طبعي افات،او شتمني ورکونه یا د لاسه ورکونه،دا هغه څه دي چي لوی خدای خپل مخلوق په امتحان کښي اچوي،او د هغوی د قابلیت انساني وړتیا د لوړوالي په خاطر لوی خدای د هغه سره دا هر څه کوي،ځکه خو موږ په لوی الله (ج) پوري اړه لرو او لوی خدای (ج) ته ستنېږو.
حضرت رحمن با با څونده ښه وایي:
د الله دي پر موږ ډیر ډیر احسانونه .
یو خو دا چي یې په شکل د ادم کړم.
بله دا چي (محمد) مي رهنما دی.
په دې هیله او امید چي یوه ورځ به داسي راسي، هم به ته او هم به زه د خدای پر مخلوق زړه سوی،شفقت او احترام ولرو.