په خيبرايجنسۍ پورى تړلى ليرى پرتى سيمه تيراه کښې ددوو وسله والو ډلو دخپلمنځى نښتو اوډزو په تبادله کښې ٤ وګړى وژل شويدى درارسيدلى باورى رپوټ له مخى په خيبر ايجنسۍ پورى اړونده وړاندى پرتى سيمه تيراه کښې د دوو وسله والو دښمنو ډلو دخپلمنځۍ جګړو او پريوبل باندى دډزو دويشتو په پايله کښې ټيک څلوروګړى مړه شويدى د وژل شوو کسانو نومونه دادى ګلاب خان، ګل زمان، عمران او نثار سيمه ايزو حکومتى چارواکو ددغو ناترسه ډزو او مړو شوو کسانو دخونړۍ پيښى چټکى څيړنى پيل کړيدى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه