لوی څښتن تعالي ج وانسان ته بې قيمته نعمتونه ورکړي دي پۀ دې ټولوکي زړۀ اودماغ ډېر ارزښت لري : زړۀ پاچا اودماغ ئې دوزير حيثيت لري ځکه نودماغ يوغټ اوهېښوونکی قوت دی . ترټولولومړی دنسیان (هیرې) پېژندنه کوواوبیاپرحافظې باندی څېړنه کوو.
دنسيان (هېري) پېژندنه :
نسيان (هېره ) داهغه ناروغي ده چي ، دزړوخبروڅخۀ علاوه نوي خبرې ئې هم هېرېږي اوان تردې چي ددوهم ځل ديادېدوڅخه وروسته ئې هم کارنشي ورڅخۀ اخيستلای ، اوورسره جوخت دماغ هم درسته نتيجه نشي ورکولای .
دنسيان( هېري) لاملونه :
ددې ناروغۍ اصلي عامل دادی چي کلۀ پردماغ رطوبت زيات شي نونرم شی ، اوياهم چي کلۀ رطوبت کم نشي نوبيا دماغ وچ سي ، پۀ دې صورت کي داناروغي منځته راځي داناروغي دشرابواونورونشيي موادوداستعمال ، غم ، غصه ، دتکليف اوغم زياتوالي دګرموشيانوزيات استعمال ، دسرزخم ، پۀ ګرځ اغبار کي دډېروخت لپاره تم کېدل اوياهم ورته ترډېره وخته پوري کښېناستل دي ، پۀ پورتنيوحالاتو کي دبدن وينه کمېږي ، ورسره ددماغ وينه هم کمه اووچه شی ، همدارنګه دوامداره دهضمې خرابوالی دوامداره نزله اوزکام درلودل دورځي زيات خوب چي پۀ دې سره دبلغم زيا ته برخه پۀ وينه باندي ګډېږی اودماغ ورسره نرم سي ، ځکه نوهېره ډېره سي دشنو ګشنيزو زيات استعمال اوبدبوئې په وينه کي زهرجن کيفيت پيداکوي اوهېره زياتېږي .
نښې اونښانې ئې:
دنشيي موادودزيات استعمال په وجه سره وينه کمېږي اوسږی وچېږي خوب ئې کم اوياهم نه ورته راځي ، قبض موجودوي ، دلږکاروروسته دردپيداکيږي اوپرسترګوئې کله کله هم توره پرده وغوړېږي ، کچيري دوامداره نزله ، زکام اودهضميې کمزوري موجوده وي ، نوپه دې صورت کي دماغ مرطوب (لوند)
کيږي ناروغه ته زيات خوب ورځي دپزي اوخولې رطوبت ئې ختمېږي ، مخ ئې ابلک ابلک اويا بورټکي پيداکوي ، اوورسره يوځای ئې دخولې ذائقه (خوند) پۀ لږ ېدوسي .
درملنه اوعلاج ئې:
لومړی اصلي سبب ئې باید معلوم اودعلاج اودرملنې لپاره ئې کوښښ وکړی دغه سړی دي سهاراوماښام وبڼواوشنوځايونو(نڅاو) ته ځي ، خپل طبيعت دي تل خوشحاله اوتازه ساتي ، دغم اوتکليف څخه بايد کوښښ وسي ، چي ځانونه ګوښه کړي ، خوشبواوعطربايد استعمال کړی ، ښکلی اوبوي لرونکي ګلان دی تل بوي کړي هضميه دی برابره کړی ترڅوينه ډیره او دماغ قوي شي اودښه غذاخوړل هم اړین دی .
دوهمه برخه :
دحافظې پېژندنه :
حافظه دیادپه معناده اویاهغه ځواک دی چې په انسان اوځینوحیواناتوکي چې مطالب اوپیښې په یادساتي اویادپیښواومطالبودرایادلولپاره دذهن استعداددی اوپه اصطلاح کی داروایی بهیر هغې ډلې ته ویل کیږی چې سړی دبیاوریادلو، ادراکاتواودتجربوپه زیرمه کولوبرلاسی کوي یاپه بل عبارت حافظه (Memory) دتیروتجربودژوندی کولوځواک ته ویل کیږی، دغه تجربې بایددزده کړی، ثبت اوساتنې دعملیوپه واسطه دپیژندلواویادوله کبله رامنځته شوی وي؛ حافظه په هغوفعالیتونوکی شامله ده چې دیادولو، په یادراوړلو، تشخیص اودهغه څه دترسره کولوچې مخکی ئې ترسره کړی وي په بڼه راڅرګندیږي.
دمعلوماتواواطلاعاتویاودل ددرې پړاویزبهیرپه ترڅ کي یادته سپارل کیږی دغه پړاوونه عبارت دی له:
۱: دلیږدولووړرمزمنځته راوړل (Encoding) داهغه اروایی ځانګړی فعالیت دی چې هره سرچینه یالیږونکی دهغه له لاری خپل دنننی مفاهیم (موخې، افکار اوادراکات) په لیږدولووړمحرکونوباندبدلوي،په حقیقت کي دادیوداسی بهیرله جوړښتونوڅخه عبارت دی چې دحافظې دجوړښت اودحافظې دګټې اخیستلواومنلووړګرځي.
۲: زیرمه کول اوساتل (Storage) په دغه پړاوکی معلومات دراتلونکی ګټي اخیستنې لپاره دلنډې مودې لپاره په حافظه کي ساتل کیږی.
۳: موندل یابیاترلاسه کول (Retrieval) په دغه پړاوکي زیرمه شوی مطالب اومفاهیم بیاترلاسه کیږی اویادته راوړل کیږی.
دحافظې جوړښت څیړنکوکشف کړیدی چې حافظه په دریوپړاوونوکی جوړیږی:
لومړی پړاوداطلاعاتودراغونډولوپه بهیرکی دحسي ثبت پړاو(Sensory Memory)یاحسي حافظه ده ، حسي حافظه دډیرې لږې مودې لپاره اطلاعات له طبعي پدیدواوانګیزوڅخه ترلاسه کوي، چې وروسته انګیزې له منځه ځي، خواغیزې ئې پاتې کیږي؛ دبیلګې په توکه هرډول اطلاعات اومعلومات چې دلیدلوددستګاه له خواترلاسه شي، یودلیدووړانځوررامنځته کوي اوهغه څه چې داوریدلوددستګاه له خواواوریدل شی یوسمعي انځوررامنځته کوي، څیړنکوحسی لاسته راوړلوته دذهني صورتونو(Mental Imagery) په نامه سره یادکړیدی، چې دانسان ادراک اوپوهاوی له همدغه ترلاسه کیږي، چې داپه حقیقت کی دحافظې بنسټ اوسرچینه ده، دغه حافظه اطلاعات اومعلومات دتیریدوپه حالت کی ساتي، حرکتونه په حسی حافظه کی په ډیردقت سره ثبتیږي، خوانتخاب اړین دی، په حسی حافظه کي دانتخاب له بهیرڅخه موخه داده چې موږدچاپیریال ټول محرکونه نشوترلاسه کولای بلکې دهغوپه منځ کي انتخاب کوویاهغه غوره کووکه چیری ټاکل شوی محرک زموږ دپاملرنې وړوی کولالی شی چې دحافظې لوړپړاوته ولیږل شی، اودحافظې لوړه پروسه عبارت ده د لنډمهاله اواوږدمهاله حافظې څخه، دلنډې حافظې (Short Term Memory) دذهن دکارځای ((دکاردفتر)) دی اطلاعات ترهغه مهاله دلنډې مودې لپاره په دې حافظه کی ساتل کیږي، چې دنویواوپخوانیواطلاعاتوترمنځ تنظیم ترسره شي په دغه حافظه کي مطالب له ۱۵ څخه تر ۲۰ ثانیوپوری دوام کوي یاترهغه مهاله چې دګټې وړګرځی؛ څرنګه چې دلنډې مودې حافظه تل دکاراوفعالیت په حال کي ده، نوله دې کبله ئې دساتنې کچه محدوده ده کله چې معلومات دلنډی مودې لپاره په دې حافظه کی رمزګرداني (Encoding) شي اودپاملرنې وړوګرځی نوواوږمهالی حافظې (Long Term Memory) ته داخلیږی اوپه دې حافظه کی دډیري مودې لپاره معلومات اواطلاعات ساتل کیږي، چې دغه حافظه ډیرموادزیرمه کوي، ددې حافظې ظرفیت وحسي اولنډمهاله حافظې ته ډیرزیات دي، دامعلومات له منځه نه ځی البته که دمغزوتاوان ورسیږی نوبیادې امکان شته چې معلومات دی ضایع شي.
له دې څخه علاوه حافظه نورډولونه هم لری لکه ارتباطي حافظه، خودکاره حافظه، ساختماني حافظه، ابداعي حافظه، فوري حافظه، حرکي حافظه، تصویري حافظه اوتولیدي حافظه.
دروانشناسي (نفسياتي ) ماهريرين دحافظې تعريف داسي کوي :
ديو شي دزده کولو قابليت ، اودهغه ديادولوصلاحيت اوبيا پرځای ددې شي استعما ل دحافظې څخۀ عبارت دی (ډاکټرعزيزحسن اشرف ، روزنامه جنګ ۲۴ ستمبر 1986ص
دريمه برخه
دحافظې شرايط :
دښې حافظې لپاره بنسټيز توکي :
دبدن تندرستي ـ که څوک غواړي چي ښه حافظه ولري نودبدن وصحت (تندرستيا) ته ضرورت شته اودتندرستيا څخه ماسوی امکان نه لري ، داځکه چي دښې ويني دوران په دماغ کي پرحافظې باندي مستقيماً اغېزه لري ، هغه څوک چې دقوي حافظې ددرلودلوتکل ولري بايد دښه صحت فکرورسره وي دښه صحت لپاره دامهمه ده چي ، ډوډۍ وژوول سي ، ښه تنفس وسي ، دتفريح سره عادي سي دزکام بدخوبۍ اوټولونشه ئي موادوڅخه ځان ژغورل ډېراوځانګړی ارزښت لري .
په زړۀ پوري موضوع او کسب :
هرچاته پۀ کاردي چي وکوم شي ته ئې چي ميلان وي هغه ولولي
اوپخپله خوښه سره يوموضوع ياکسب انتخاب کړي تر څو ذهني ثبات ومومي او که چيري يو چا داسي مو ضوع او يا کسب چي ذهن ئې ميلان نه ورته کاوه اوانتخاب ئې کړی، دابه دده بې انصافي وي دخپل ځان سره ، اوظلم به وي دخپلي حافظې سره ، دداسي کسب اوموضوع بدي اغېزې به داوي چي هره ورځ به باربارغلطيانې کيږي ، هېره اوتشويش به زيات وي اوان تردې چي دابه پۀ يوې ناروغۍ واوړي ، اصلاً حقيقت دادی چي ، حافظه ئې کمزورې نه بلکي دغلطي موضوع ياناخوښه کسب غوره کېدل دي .
غوراوفکر:
کله چي يوه پېښه وحافظې ته راغلۀ ددې څخۀ وروسته دهغې پرمختلفوپېښوباندي ، غورکول اودهغې تکرارپۀ ذهن کي ضروري دي ، مطلب داچي پریوه شي باندي ، دغورکولوعادت هم دحافظې پۀ زياتولواوښه کولوکي مهم رول لري ، کچيري پۀ کارکولوکي غوروسي ، اوپرمنفي اړخونوباندي ئې غوروسي اووڅېړل سي ، لۀ دې څخۀ لومړی ، دادحافظې اعتماد اوباورډېرټينګوي اوبل داچي فني قابليت ئې زياتوي .
دطوطي پۀ شان يوشی صرف دژبي پرسرباندي يادول کوم ارزښت نلري ، بلکه دا مهمه ده چي هغه تر غور لاندي ونيول شي او مفهوم ئې وڅيړل شي يوطالب العلم ياشاګردکه کتاب لولي ، نوښه به داوي ، چي سهاراوماښام ئې پۀ زوره سره تکراراو ، يادکړي ، اوتل ئې يواځي دخپلې مطالعې پۀ وطاق کي تکرارکړي .
دمشاهدې توان :
دمشاهدې قوت هم دحافظې لپاره مهم رول لري ، ډېرکم تعداد خلک ددې قوت دمکمل اودرست استعمال سره اشنا دي دبیلګې په ډول سره ديوچاپۀ کورکي يوغويی دی دهغه يوښکرغټ اوبل کوچنی دی حال داچي دکور خاوندته نه وي معلومه چي ، راسته ښکرئې کوچني دي ، اوکه چپۀ ، داصرف دمشاهدې کمزوري ده ؛نه ددماغ ، داځکه چي وهغوشيانوته چي زموږ ور سره تعلق دی سمي سترګي نه ورته خلاصو، اوپۀ ځيرنه ورته ګورو، کچيري پۀ ژورډول ورته وکتل سي ، ضرورپۀ دماغ کي پاته کيږي .
زيات خلک يوکارکوي اوفکرئې بل ځای وي دبیلګې په ډول سره ديوشاګرد پۀ لاس کي قلم دی پۀ ليکلواخته دی خوفکرئې نه وي موجود بايد چي ددې عمل مخنيوی وسي ترڅومشاهده ئې قوي اوپۀ اينده کي ئې مشکلات حل سي .
څلرمه برخه:
حافظه څنګه ښه او قوي کیږي؟؟؟(۴)
توجه :
توجه دحافظې يوه مهمه برخه ده ، څه وجه ده چي ځيني شاګردان دلږ محنت سره سره ، دهغوشاګردانوڅخۀ چي شپۀ اوروځ ئې پرځان يوه کړې وي مخکي سي .
داوجه داده چي دغه شاګردددرس پۀ وخت داستاد هرلفظ پۀ توجه اوغورسره اوروي اوکه پوه نشي نوددوهم ځل لپاره داستاد څخۀ پوښتنه کوي پۀ همدې سبب ئې ټوله درس پۀ ذهن کي وي برخلاف دهغوشاګردانوچي ددرس پۀ وخت توجه نه کوي ، اوفکرئې بل ځای وي چي وروسته پرخپل دې کړوپښېمانه هم وي .
ښه اودترتيب نه ډک ژوند :
يواځي ښه ژوند دحافظې پۀ اصلاح اوقوت کي مهم رول لري .
دکورښه اوصول دادي چي هرشی پرخپل ځای باندي پروت وي او که يو شي پکار شي هغه شي دی د استعمال څخۀ وروسته پر خپل ټاکلي ځای کی کيښودل شي نه داچي دپيداکېدوپۀ سبب ئې وخت ضايع شي ، پريشاني منځ ته راشي دبیلګې په ډول سره که داشپزخانې(پخلنځي) يوشي دکتابوپۀ المارۍ کي کښېښودل شی مطلب به ئې داوي چي خپل ځان ، دماغ اوحافظه پرېشا نه کوي .
فکراوانديښنوڅخۀ ليري پاته کېدل :
دښې حافظې خاوندان هيڅکله دفکراوانديښنوغلامي نه قبلوي ، تېرهېرشي ، اودتېر وپېښوپۀ يادولوسره بايد دماغ ته تکان ورنه کول شی دحافظې دنده داد ه چي پۀ ورځني اوعملي ژوندباندي مصروف واوسي ترڅوټول مشکلات موپۀ ښه توګه حل اودسوکاله اوخوشحاله ژوندڅښتنان شو ، ښه خبره به لاداوي چي بې ځايه بحث ونشي ، کوم بي ځايه اولغوه شيان وانه واورول شي ، اوياکوم بې معنا کتاب ونه لوستل شي ، دغم اوياتکليف پۀ وخت يوڅوک يواځي پاته نشي اودخپلومخلصواوپۀ زړۀ پوري انډيوالانوسره يوځای واوسي ترڅودپرېشانۍ څخۀ نجات ومومي ، همېشه بايديوسړی پخپله حافظه باندي باورونکړي ، کله هېره غلبه وکړي اودداسي هېري علاج کېدای شي ، اوکه کوټلي ګامونه اوچت نشي نوجوته ده چي داسړی دخپلي حافظې پۀ سمولواوبرابرولوکي پاته راغلي اوبې انصافي کوي ،
دستروخلکوسره ستره حافظه وي ، مطلب داچي کوم خلک چي دانسانيت لپاره غټ غټ خدمتونه کوي ، دهغوحافظه هم ډېره ده ورسره ډېرښه عادتونه هم لری ، اودايومنلی حقيقت دی اومبالغه نه ده هرڅوک چي ددوی تګلاره خپل کړي نوضرورحافظه به ئې ترتبيت ومومي ، اوبهتره به شي .قدرتي ، ذهن ديوچاسره دلنډي مودې لپاره وي ، لکن دناروغۍ ياپرېشانۍ پۀ وجه دبدن څخۀ علاوه وذهن ته هم صدمه رسېږي نوښه به داوي چي پۀ چکټياسره دبدن علاج اودرملنه وشي ، ترڅودماغ وژغورل شي .
پنځمه برخه :
پۀ وړکتوب کي بې احتياطي :
دماشومانودلويولوپرمهال ځيني وختونه دموراوپلارڅخۀ ئې بي احتياطي کيږي ، هغه داچي دماشوم دډېري ميني پۀ وجه دهغه عادتونه خراب اوياماشوم ته دنه توجه پۀ وجه دهغه پۀ روغتیا کي کمي راسي ، ځيني داسي ماشومان هم شته چي روغتيائې حالت ئې ښه مګردذهن لۀ پلوه کمزوري برېښي خوپۀ هرصورت دعلاج امکان ئې شته .
یوشاعروایی:
نازولی زوی نه اخلی ادب
هم دسیوری نخل نه نیسی رطب
وراثتي ناروغتياوي :
ډاکټرعزيز حسن اشرف ليکي :
پۀ کوموماشومانوکي چي موروثي ناروغتياوي موجودي وي ، دهغودماغ کمزوري اوطاقت ئې برابرنه وي ، ددې ماشومانوعلاج هم دامکان ترحده پوري کېدای شي ، عموماً دحافظې دکمزرتيالپاره (۱۶۰) دارودرمل شته ، چي دتفصيل څخۀ ئې يوغټ کتاب جوړېږي ، که فرضاً ديوچاحافظه عارضی طورکمزوری شي ، پکارده چي يوډاکټړ ته مراجعه وکړي .
دحافظې دقوی کیدولپاره (۳۲)اړین توکي
۱- په شی پوهیدل اویادول:
دیوزده کونکی لپاره اړینه ده چې په دې پوه شي چې لوستل اویادول څه مطلب لری؟ اوددرسونودزده کړی سره بایدداسی فعالیتونه ترسره شي ، چې لوستل کیږی هغه بایدپه یادهم شي.
۲- علمي ذخیره:
دیوه لوستونکی اوزده کونکی لپاره داهم اړینه ده چې دخپلوځانګړومضامینو سره – سره نوره علمي ذخیره هم ولری، ترڅوچې یوڅه ئې په حافظه کی پاتي شی اوپه دې سره حافظه قوی کیږی.
۳ – تکرارول:
دیوې لیکنې یامضمون په تکرارسره معلومات ولنډمهار حافظې (Short Term Memory) ته انتقالیږی اودهغې څخه واوږدمهالې حافظې (Long Term Memory) ته ځی، په تکرارسره یوشی اړین دی چې هغه په دقت سره تکرارشی ترڅوهرڅه په اوږمهاله حافظه کی ځای ونیسئ.
۴- دحواسوڅخه کاراخیستل:
کله چې زده کونکی په مدرسه، مکتب اویابل علمي مرکزکی یوشی زده کوی نوباید داستاذ له لوری څخه دشاګرددټولوحواسوڅخه کارواخیستل شی لکه (اوریدل، لیدل، مسح کول، بویول اوخوند)، دامکان ترحده پوری؛ دبیلګې په ډول سره هغه درس چی درې حواسه پکښی غړیتوب ولری ترهغه درس چې یوحس پکښی دخیل وی ښه په حافظه کی ځای نیسی، اوکه چیری په یوه درس کی پنځه سره حواس پکارواچول شی نوداخوبیاترټوله ښه نتیجه ورکوي .
۵- په غورسره هرشی لوستل:
کله چی یوه لیکنه یامضمون په پوره غورسره ولوستل شی، نوپه حافظ کی داتوري اوجملې دصف په بڼه سره یوځای کیږی اوپه منظم ډول سره ثبتیږی اوځای نیسی، برعکس که په بې غورۍ اوبې فکرۍ سره یوشی ترنظرتیرشی داپه لنډمهاله حافظه کی ځای نیسی اوبیاله هغه ځایه هم کډه کوي.
شپږمه برخه:
De oorspronkelijke bijlage downloaden
حافظه څنګه ښه او قوي کیږي؟؟؟(۶)
۶ – که چیری ویوچاته داجوته شي چی یوشی ئې په حافظ کی نه پاتیږی،نودی دي پرهغومعلوماتوباندی چی دی ورته اړتیالری ترهغه لاندی یوه کرښه ولیکئ، دکتاب په لمنلیکونوکی دی ولیکئ، یوه نښه دی ورکړی، په بېل رنګ سره دی په نښه کړی،اوداسی نور… اوبیادی تکرارکړی په دقت سره انشاء الله دحافظې مشکل به ئې وپایته ورسیږی.
۷ – علاوه ددرس څخه یادیوه کتاب دلوستلوڅخه بایددمهموکرښونوټ هم واخیسل شی، که نوټ واخیستل شی، نوداهم وحافظې ته ډیره ښه ګټه رسوي.
۸ – که یوڅوک داخوښوی چی ښه حافظه ولری نووهغه ته پکاردي چې ددماغ پوره ساتنه وکړی اوددماغ لپاره داتوکی اړین دی:
برابرخواړه، فزیکی تمرین کول، برابردارودرمل کارول، پردماغ دهرډول فشارمخنیوی کول اواجتماعی بوختیاده.
۹ – که غواړی چی تل ښه دماغ اوښه حافظه ولری نوددماغي لېونتوبه څخه په پوره ډول سره ځانونه ګوښه کړی، یعنی دهغه څه مخنیوی وکړی چې ودماغ ته تکان ورکوی.
۱۰ – کوښښ وکړی چې دیوه کارپه وخت کی نورکارونه وسرته ونه رسوی، داځکه چې په یوه وخت کی څودندې ترسره کول داحافظه پرڅوبرخوویشئ؛ چې پایلې به ئې داوی چی نیمګرتیاوی به ضروروي.
۱۱ – کله چې تاسی یوه لیکنه یاکتاب وګورئ نوله ځانه څخه لاندی پوښتنې وکړی:
– ایادالیکنه خوبه موپردماغ باندی بوج شوې نه وی؟
– ایادالیکنه مومخکی لوستې وه؟
– ایادالیکنه وتاسوته څومره جالبه اوهیښونکې وه؟
– ایادالیکنه څومرې معلوماتي اوګټوره ده وتاسوته په ژوندکی؟
– ددې لیکنې څخه موکوم مثبت یامنفی درس واخیستی؟
– په آینده کی وداسی لیکنوته څومری خوشبینه یاست؟
۱۲ – کله چې یوعبارت تاسی وګوری نوکوښښ وکړی چې ډیرئې ساده کړی تکلف اوتصنع ورڅخه لیری کړی، نوکله چی دالیکنه ساده شوه بیایی په دقت سره تکرارکړی نودابه تل په حافظه کی پاتی شي، اودمشکل په حلولوکی له نورڅخه مرسته وغواړی که ئې په حل کولوکی درته ستونځې وي.
۱۳ – که دیوچانوم نشی یادولای نولاندی طریقه په کارواچوی:
دبېلګې په ډول سره دیوچانوم احمددی، دهغه څخه په تکرارسره پوښتنه وکړی چې ستاسونوم څه دی؟ دهغه نوم له ځانه سره تکرارکړی،ایادهغه دنامه په شان اویاورته نومان مومخکی اوریدلی دی؟ ایادکوم قریب اودوست نومو همدااحمددی؟دااحمدڅه ځانګړتیاوې لری؟ یامنفی یامثبت؟ دنامه دیادولوپرمهال سیرت اوصورت ئې له نظره تیرکړی نوبیاهیڅکله داحمدنوم نشی درڅخه هیریدلای اوتل به موپه حافظه کی پاته وی.
۱۴ – تل په ژوندکی ښه سلوک اورویه خپله کړی، اوپه ښواخلاقوځان سمبال کړی، چی داهم په حافظه کی ډیرمثبت رول لری، اومستقیما ورباندی اغیزې کوي.
اوومه برخه:
۱۵- دښې حافظې اوښه دماغ لپاره تفریح، استراحت اوخوب اړین دی؛ بایددشپې له لوری ښه خوب وشی، اوپه اوږدوورځوکی دغرمې خوب هم ډیراړین دی.
۱۶ – دښې حافظې لپاره لیکل ډیراړین دی، دبیلګې په ډول سره که یوه لیکنه صرف تاسی ولولی نوکیدای شی ټوله موپه حافظه کی پاتې نشی، اوکه یوشی ولیکی نوبیابه هغه ضرور۱۰۰ سلنه په حافظه کی پاتي کیږی؛ نوکه تاسی په ژوندکی یوڅه غواړی چې تل ستاسوپه حافظه کی پاتې شی نوهغه ولیکئ.
۱۷ – دقران کریم تلاوت اوریدل دنوي ساینسي څېړنوپه رڼاکي حافظه زیاتوي، کله چې دااوریدل په داسی ډول سره وشی چې اوریدونکی ورته په دقت سره غوږشی، اوپه دې باندی پوه شی چی قران عزیزڅه وایي په دغه وخت کي ئې اغیزه ډیره زیاته ده.
۱۸ – دقرانکریم یادول اوحفظ کول هم دحافظې په قوی کیدوکی ډیره پوره ونډه لری.
۱۹ – ددماغ لپاره ښه غذاارزښتناکه ده،چی شحمیات ولری، دشحمیاتوڅخه داسی غوړنه دی مرادچی خاص غوړوی اوبل شی نه وی؛ په دماغ کي بې شمېره عصبي ژونکې (حجرې) شتون لری چې د۵۰ – ۶۰ ٪ سلنه ئې شحمیات دی، نوله همدې کبله کب، شنه سبزیجات، مېوه، شنې چاوې، دمیوواوبه ودماغ اوحافظې ته ډیراړین دی.
۲۰ – دیوې لیکنې یادرس دښه یادولوطریقه داده چې له نوروسره شریک شی، اونوروته ئې واوروی،که لږلیکنه یادرس پاته شونووبل چاته دی تکرارکړی ترڅولیکنه یادرس پوره شي، که واستاذاوزده کونکی ته راشونوخپله درس ورکول دزده کړی پیل دی.
۲۱ – دښې حافظې لپاره دسهارپه نهاري کی هګۍ مه هیروی،په تش نس باندی کارمه کوی، داځکه چی پردماغ اوحافظې باندی فشارراځی، اوکله چې نس ډک شی نوبیادماغ اوحافظه ودې ته چمتوده چې پوره کاروکړی، داځکه چی وعصبي حجروته انرژي ورشي.
۲۲ – له کوم چاسره چی دی روح خوشحاله کیږی له هغوملګروسره ناسته ولاړه کوه، هغه لیکنې اوکتابونه لولی چې روح موپه باندی خاندي، هغوځایونوته سفرکوی چی روح موپکښې تازه کیږی.
۲۳ – لکه دموټرلپاره چې تیل اړین دی په همدې ډول سه دحافظې لپاره کاربوهایدریتونه (Carbohydrates) اړین دي، کاربوهایدریتونه په بوره، غله دانه، دغنموپه ډوډۍ کی، بورووریجو،حبوباتو اولوبیاکی شتون لری، نوځکه ددې شیانوخوړل اړین دی.
۲۴- -اعتماداومثبت احساس داهغه څه دی چې پرحافظې باندی په مستقیم ډول سره اغیزې کوي، تل چې په ژوندکی څه لیکی اویایی کوي پرهغوباندی اعتمادولری، داسی نه چې ژوندموله شکه اوتذبذب ته ډک وي، دهرچاپه هکله مثبت تصورولری، ترڅوچی منفی کړنې مونه وي پکښې حس کړی؛ هغه کسان چې ۵۰٪ سلنه په ټولنه کی دخلکوپرکړنوباندی شک لری دهغوحافظه ورځ تربلی کمزوری کیږی.
۲۵ – تل چی یوڅه کوی اویارانیسی کاغذاوقلم له ځانه سره ولری، کلیزه استعمال کړی، یوځای چې ځی نونقشه استعمال کړی،خپل دسفرپلان ولیکی، دخپلوشیانولپاره داسی ځای ولری چې بله ورځ موپه کارشی نوبیادرڅخه ورک نشی اوله سرګردانۍ څخه وژغورل شی، که داپه یوه جمله کی راغوڼډه کړم نودهرشی لپاره په کورکی یومناسب ځای ولری.
اتمه برخه
۲۶ – تل دالله جل جلاله په عباد ت سره ځانونه خوشحاله کړی،اودروح غذاعبادت اودالله اطاعت دی اوبس، کله چې روح خوښ شی نوحافظه تل ښکلی کارکوی.
۲۷ – په ژوندکی ښه اوبدټوله دالله له لوری دي،ژونداومرګ هم ددې فاني نړۍ سره تړلي دي، نوکله چې یوڅه پیښیږی نوداهرڅه وواحدلاشریک جل جلاله ته ئې تفویض کړی، ترڅوله روحی کړاوونوڅخه خلاصون ومومی.
۲۸ – ژوندغنیمت وګڼی اوپه هره لحظه کي ئې شکروباسی، کله چې هرڅه لیکی یائې لولی نوصرف دالله جل جلاله څخه مرسته وغواړی، او(ایاک نعبدوایاک نستعین) خپل منشوروګرځوی.
۲۹ – دقران عزیزڅخه علاوه درودشریف ویل پرفخرالموجودات حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم باندی هم حافظه ډیره قوي کوي.
۳۰ – سورت بقره، سروت هود اوطه سورتونه چې تلاوت کیږی دحافظې لپاره مجربه نسخه ده.
۳۱ – د(یاعلیم) په زیاته اندزه سره ذکرکول هم علم زیاتوی اوهم حافظه قوي کوي.
۳۲ – دحافظې لپاره عسل هم پوره شفاء ده، دعسلوپه هکله تاسی کولای شی چې دزماحقیریوکتاب اسلام اونوې ساینسي څېړنې لومړی ټوک درسره وګورئ.
پای.
لمنلیکونه:
1: Handbook of memory disorders. John Wiley & sons: Chi Chester, pp3- 25
2: visualizing and verbalizing for language comprehension and thinking (1991)
3: Memory: Handbook of Perception and cognition, San Diego Press (1996)
4: Handbook of perception and cognition, San Diego: Academic Press (1996)
5: Learning Disabilities and Brain Function: A neuropsychological Approach (3rd edition) New York(1994)
6: Memory and Cognition (2001)
7: Developmental Variation and learning disorders, Cambridge and Toronto (1998)
8: Educational Care: A System for understanding and helping children with learning problems at home and in school (1994) Cambridge
9: Teaching Students ways to remember. (1991) . Cambridge
10: Journal of Cognitive Neuroscience, 4, 232- 243 (1992)
11: Organization of Memory,(1992) New York pp381- 403
12: Memory Disorders, (1996) Chi Chester: John Wiley& sons pp, 135- 165
13: Encyclopedia of Memory
۱۴: روزنامه جنګ ۲۴ ستمبر 1986ص
۱۵: آریانادرائرة المعارف،دریم ټوک، پاڼه۲۹۹- ۳۰۱، چاپ کال ۲۰۱۰، دعلومواکاډمي.
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر