اسلام اباد : بي بي سي په خپل راپور کې وايي پاکستان کې پر سیاسي مشرانو د طالبانو پرله پسې بریدونو د مې د یوولسۍ د پارلماني ټاکنو پر وړاندې امنیتي اندېښنې ډېرې کړې دي.پاکستاني طالبانو د عوامي نېشنل ګوند، پیپلز پارټۍ او متحده قامي تحریک پر مشرانو د بریدونو ګواښ کړی و، او خلکو ته یې ویلي وو، چې د دې ډلو له انتخاباتي غونډو ځانونه لیرې وساتي.د خیبر پښتونخوا په سوات دره کې د عوامي نېشتل ګوند یو ځایي مشر مکرم خان په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.تر دې وژنې څو ساعته وروسته، په چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند یو بل مشر معصوم شاه باچا او درې نور کسان په یوه بله چاودنه کې ژوبل شول.ددغې ډلې ویاند میا افتخار حسین وویل، چې باچا د ایالتي اسمبلۍ څوکۍ لپاره له چارسدې ځان کاندید کړی دی.باچا یوې غونډې ته روان و، چې پر کاروان یې چاودنه وشوه.افتخار حسین وايي، چې طالبانو د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو د بریدونو اعلان کړی دی.څو ورځې مخکې، پېښور کې د دې ګوند یو بل مشر ارباب ایوب خان هم په یوه برید کې ژوبل شوی و.د سند صوبې په حیدر اباد کې څو ورځې وړاندې بیا د متحده قامي تحریک یو کاندید په ډزو ووژل شو، چې د وژلو پړه یې طالبانو ومنله.د طالبانو مخ پر زیاتېدونکو بریدونو او ګواښونو د راتلونکو ټاکنو لپاره د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي.”د طالبانو دغه بریدونه –هغه هم په دې حساس وخت کې- د انتقالي حکومت او امنیتي ځواکونو لپاره یو لوی ګواښ دی.”میا افتخار حسین وویل، سره له دې چې د طالبانو له بریدونو سره حکومت د دوی له مشرانو ساتونکي بېرته اخیستي دي.د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان ددې بریدونو پړه منلې ده.د طالبانو ویاند ویلي، چې خپل بریدونه به جاري وساتي، چې په وینا یې درې ډرلې د سیکولر یا پر دین د نه ولاړ نظام ملاتړې دي.دوی وايي، همدا لامل دی، چې دوی پر دغو ګوندونو د بریدونو تګلاره غوره کړې ده.د طالبانو دغه بریدونه –هغه هم په دې حساس وخت کې- د انتقالي حکومت او امنیتي ځواکونو لپاره یو لوی ګواښ دی.