کابل:دملي شورا په دواړوجرګوکې له څومیاشتنيو بحثونواوخبرو وروسته باالاخره د ټاکنودخپلواک کمیسیون د جوړښت، دندواوواکونودقانون مسوده تصویب شوه.
د ټاکنودشکایتونوپه کمیسیون کې ددوو تنوبهرنیانوحضورهغه اصلي اختلافي موضوع وه، چې د دې قانون د ژر تصویب مخه یې ډپه کړې وه.
داختلافي موضوعاتوڅیړلو ته د ملي شورا له خوا ټاکل شوې ګډې کمیټې وویل چې ددواړوجرګو غړي په اختلافي مسایلو سره موافقې ته ورسیدل.
ولسي جرګې د تیر لمریز کال په میزان میاشت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د جوړښت، دندو او واکونوقانون د ځینو بدلونونوپه زیاتولوسره تصویب او مشرانو جرګې ته یې واستوي.
ولسي جرګې دټاکنو شکایتونو په کمیسیون کې د دو تنو بهرنیانو حضور تصویب کړی وو، خو ویلی وو چې دټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیونونو غړي باید د یوې بې طرفه کمیټې له لارې وټاکل شي او ولسمشر ته معرفي شي.
خو مشرانو جرګې د بهرنیانو له حضور سره مخالفت ښودلی و او دټاکنو د خپلواک کمیسیون د رییس او غړو په ټاکلو کې یې ولسمشر ته خلاص لاس ورکړی وو.د مشرانو جرګې دا غوښتنه منل شوی، چې د ټاکنو شکایتونو په کمیسیون کې دې دوه بهرنیان نه وي اود ولسي جرګې هغه غوښتنه هم منل شوی چي ،ولسمشر دې د ټاکنودخپلواک کمیسیون غړي دهغو کسانو له منځه وټاکي، چې د یوې بې طرفه کمیتې له خوا به ور پيژندل کیږي.دواړوجرګو په یوه خوله دقانون دپریکړي پایله اعلان کړه اوقانون دتوشیح لپاره جمهوررئیس ته ولیږل شو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ملي شورا له خوا ددې قانون د تصویبیدو هرکلی کوي خو له ولسمشر نه هیله کوي چې دا قانون ژر ترژره توشیح کړي.
ولې تراوسه معلومه نه ده چې جمهوررئيس حامد کرزی به د ملي شورا له خوا تصویب شوی قانون توشیح کړي او که به بیا هم ځینې بدلونونه په کې راولي.