په وردګو ولايت کې د وسله والو طالبانو یو مشهور قومندان وژل سوى او يو ژوندى نيول سوي.
د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په معصوم خیلو سیمه کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې چې نن (یکشنبه) شاوخوا لس بجې ترسره شول، په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو مشهور قومندان صفی الله چې مشهور په شفیق وو، ووژل شو .
همدا رنګه د دغه ولايت د جلریز ولسوالۍ په برو خروټي سیمه کې د وسله والو طالبانو یو بل غړی عبدالرزاق د توکل زوی د یو میل چینايي کلاشینکوف سره یو ځای په دغه ولسوالۍ کې پولیسو له لورې ژوندی نیول شوی دی .