ميدان وردګو ولايت مستوفیت له لورې په د یارلس سوه یو نویم کال کې ۱۵۳ میلیونه افغانۍ عواید مرکزي ادارې ته سپارل شوی .
دغه خبره د ميدان وردګو ولايت مستوفي ښاغلي محمد موسی “فیضي” د خصوصي سکتور په هغه غونډه کې وکړه،چې د ميدان وردګو د والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي په مشرې نن ( یکشنبه ) د ولايت په مقر کې د دغه ولايت د یوشمیر ادارو سره جوړه شوې وه .
نوموړې وویل : که څه هم مرکزي دولت ورته په کمه اندازه د عوايدو راټولولو هدف ورکړی وو،خو د دوی ادارې د تیلو پمپونو، لوړ پوړو ودانیو، کرایه راټولو، پاسپورټونو، لیسنسونو، د تابعت تذکرو،عراده جاتو،معاشونو،تقاعد اویوشمیر نورو برخو څخه په تیرکال کې یوسلو درې پنځوس میلیونه ۱۵۳ افغانۍ عواید له دغه ولايت څخه مرکزي دولت ته سپارلی .
د هغه په وینا سږ کال ۱۳۹۲ هم ورته د مرکزي ادارې له لورې د دوه سوه پنځه دیرش میلیونو افغانیو عوايدو راټولو هدف ورکړل شوی،چې هیله لري چې له دې څخه به څو چنده زیات عواید راټول او مرکزي ادارې ته به یې وسپاري .
د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي هم د غونډې ګډونوالو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل : د اړونده سرچینو څخه په سمه توګه د عوايدو راټول او اړونده ادارې ته یې سپارل د افغانستان د ولت سره مستقیمه همکاري ده او لارښوونه یې ورته وکړه،چې باید دغه همکارۍ ته ټولې ادارې ځآنګړې پاملرنه وکړي