د وردګو ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې يو کس د وسله والو له منګولو خلاص کړى .
چارواکي وايي چي ياد کس ئې د سيد آباد اولسوالۍ په تنګي سيمه کي د وسله والو له منګولو خلاص کړى او خپلي کورنۍ تې ( ته ئې ) سپارلى .
په دې اړه د وردګو ولايت څخه لراوبر ته يوه خبرپاڼه هم رارسېدلي چي د يادي پېښي د پخلي ترڅنګ ليکي چي تښتول سوى کس عبدالخالق د غلام صديق زوى نومېږي او د غزني ولايت د لومړۍ ناحيې اوسېدونکى دئ چي څه موده وړاندي د ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول سوى وو .
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.