په وردګو ولايت کې د وسله والو طالبانو د یوه مشر په ګډون څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د وردګو ولايت په سید اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو مشر ملا سلیم چې د نرخ ولسوالۍ د ابګذار سیمې اصلي اوسیدونکی دی، وروسته له هغې ووژل شو، چې د یادې ولسوالۍ د پولیسو په ډزو کې لومړی ټپي او وروسته ووژل شو.
په همدې حال کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان په جغتو ولسوالۍ کې ټپیان شول .