کور / تازه خبرونه / غزنی ولایت نن رسماً داسلامي نړۍدکلتوري پلازمېِني په توگه اعلان شو

غزنی ولایت نن رسماً داسلامي نړۍدکلتوري پلازمېِني په توگه اعلان شو

په غزني ولایت کي نن یوه پرتمینه ځانګړۍ ِغونډه جوړه شوه .دنړۍ داسلامي هیوادوداستازو په ګډون داسلامي تمدن دپلازمينې دنومولوپه اړه دلمانځنې مراسم نن سرته ورسیدل اوغزني نن رسمآ داسلامي نړۍ پلازمېنه اعلان شو.
غزنی په ۲۰۰۷ کال کي داسلامي هېوادونود ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (آیسیسکو) له خوا د ۲۰۱۳ کال د اسلامي نړۍ دکلتوري پلازمېنې په توګه نومول شوی وو.
د غزني دغوځانګړومراسمو ته دافغانستان دکلتوروزیر مخدوم رهین د وینا پرمهال وویل، چې دغه پرېکړه د اسلامي هېوادونوترمنځ د ښواړیکو پراختیا ته لاره هواروي.
ښاغلي رهین دا هم وویل، چې د کلتوري پلازمېنې په توګه د غزني نومول نړیوالو ته د اسلامي نړۍ د یوه ریښتیني انځور ورکولو لپاره ښه زمینه ده، او نړیوالو ته د اسلام یو ښکاره سوله ییز پیغام دی”.
په دغومراسموکې دایران دکلتور او ارشاد وزیر محمد حسیني هم ګډون کړی وو، چې دنوموړي په وینا نیشاپور او غزنی ښارونه سره خور او ورور دي.
دغزني والي موسی اکبرزاده د دغو مراسموپرمهال وویل، چې د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه د غزني نومول یو تاریخي ویاړ دی.
موسی خان اکبر زاده ټینګار وکړ، چې دغه مراسم افغانستان کې د لویو اسلامي کنفرانسونو لپاره یوه ښه پیلامه ده:
په دغو مراسمو کې یو شمېر بهرنیو مېلمنوهم ګډون کړی وو.
دغومراسمو ته دکرزي سلاکار وزیر شهراني دافغان دکابینې ځینې وزیران ، دمشرانوجرګۍ مشر اودولسي اومشرانوجرګي ځیني غړي هم ورغلي وو.
په پام کې ده، چې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې دګڼو بهرنیو مېلمنو په ګډون کولوسره په غزني کې د اسلامي کلتور دمرکزدبشپړتیا لپاره یو بل لوی پروګرام جوړ شي.
دغزني والي موسی اکبرزاده وویل چي دجشن دغه مراسم دنن څخه تر یوي اووني پوری دوام ولري او دمیزان په میاشت کي به دغزني دلمانځنې دغه مراسم په رسمي بڼه پیل شي.
نني غونډه په ژوندی بڼه دملي ټلویزیون اونورو افغاني تلویزیونو لخواّ خپریدله .په دغومراسموکي افغانانوملي اتڼونه ،ملي تراني اوپه زړه پوري لوبي ترسره کولي . دغزني ولایت دخوشالي دغه مراسم تر یوي اووني پوري په شاندارډول سره لمانځل کیږي .