کور / تازه خبرونه / په شمال کي د ازبکستان د اسلامي تحریک فعالیتونه زیات سوي

په شمال کي د ازبکستان د اسلامي تحریک فعالیتونه زیات سوي

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د نور موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په شمال کې د ازبکستان د اسلامي تحریک د فعالیتونو په زیاتېدو باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې د الجزیرې تلویزیون راپور راخیستې، چې ویلي دي، د افغانستان په شمال کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ فعالیتونه ډېر کړي دي.

ورځپاڼه لیکي دغه ډله له القاعده، طالبانو او د پاکستان له استخباراتي شبکې ای ـ اېس ـ ای سره اړیکې لري.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، په تخار کې د وسله والو سخت درېځو نفوذ زیات شوی، دا په داسې حال کې ده، چې څه باندې لس کاله پخوا د افغانستان د شمال په دغه ولات کې چې ډېری اوسېدونکي یې په خټه ازبک دي له طالبانو سره مقاومت کړی.

د مطلب په اخر کې د تخار اوسېدونکو په دغه کار کې دواړه، هم نړېواله ټولنه او هم افغان دولت ملامتوي، دوی وايي چې د حکومت د کمزورتیا له کبله القاعده د دوی سمیو ته بېرته ورغلې ده.

بلې خپلواکې ملي باور ورځپانې هم یاده موضوع په خپل لومړي مخ کې راخیستې ده او لیکي طالبانو او د هغوي متحدانو القاعد او د ازبکستان اسلامي تحریک د تخار په اوسېدونکو کې چې زیات یې ازبکان دي ځای پیدا کړي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په جنوب کې د طالبانو پر وړاندې د امریکا او ناټو زیاته بوختیا د دې سبب شوی، چې د ازبکستان د اسلامي تحریک غړي د افغانستان په شمال کې نفوذ زیات کړي.

ورځپانې دتخار دولتي چارواکو له خولې لیکي، په دې ولایت کې د ازبکستان د اسلامي تحریک او نورو ډلو فعالیتونو دوی اندیښمن کړي دي.

ورځپاڼې د تخار د والي د مرستیال خبرې راخیستې، هغه ویلي چې یاد تحریک زیات د دې ولایت په هغو سیمو کې فعالیتونه کوي چې له کندز او بغلان سره پوله لري.

ملي ارمان ورځپاڼې هم په لومړي مخ کې په غټو ټکو د کورنیو چارو د وزارت د مسوولینو خبرې راخیستې دي چې پرون یې ویلي و په پاکستان کې میشتې تروریستي شبکې او ای اېس ای غواړي دافغانستان شمال ناامنه کړي.

ورځپاڼه لیکي د کورنیوچارو وزارت هڅه کوي چې د افغانستان په شمال کې دغه ډلې وټکوي.

او ویسا ورځپاڼې لیکلي، ځکه دافغانستان په شمال کې دازبکستان داسلامي تحریک فعالیتونه زیات شوي چې دنړیوالې ټولنې ټول تمرکز دافغانستان جنوبي سمیو ته دی.