کور / تازه خبرونه / په شمالي وزيرستان کې انتخابي دفتر ويجاړشوې

په شمالي وزيرستان کې انتخابي دفتر ويجاړشوې

پېښور:په شمالي وزيرستان کې ناڅرگندووسله والو ديو ازاد کانديد کامران خان انتخابي دفتر الوځولى ، دشمالي وزيرستان په مرکزي سيمه ميرانشاه کې ددغه انتخاباتي دفتردالوځولو لپاره په ترسره شوې چاؤدنه کې مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې. په ميرانشاه کې يو چارواکي ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس ته وئيلي دي ” وسله والو سهار پينځه بجې په چاوديدونکو موادو دکامران خان انتخاباتي دفتر الوځولى” اؤ زياته يې کړه چې ددفتر درې کوټې ويجاړې شوې دي . په ميرانشاه کې عيني شاهدانو هم پېښه تاييد کړى اؤ وئيلي يې دي چې دچاؤدنې له امله يو نزدې جومات ته هم زيان رسيدلىدى. کامران خان دشمالي وزيرستان څخه يو پخوانى قانون جوړونکې دى او دپاکستان پيپلز پارټۍ دحکومت ملاتړ يې کړى دى.په سمدستي ډول ددغه بريد پړه چا پر غاړه نۀ ده اخستې