کابل (پژواک: دپژواک خبری آژانس وایې چي په نورستان کې دانجنيرحکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي تر ټولو مهم قوماندان حاجي عبدالغفور ووژل شو.
د نورستان والي تميم نورستاني د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نوموړى نن غرمه مهال د ولايت د مرکز پارون اړوند د کانتيوا په سيمه کې چېرې چې دى اوسېده، وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، چې حاجي غفورجومات ته د لمانځه لپاره روان و، چې په لاره کې ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد او ووژل شو.
د نورستان والي د حاجي غفور په وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او زياته يې کړه، چې هغه تل له حکومت سره همکار پاتې شوى دى.
د نورستان پخوانى امنيه قوماندان غلام الله نورستانى وايي، تېره مياشت چې وسله والو غلو په پارون کې له بانک څخه پيسې وتښتولې، نو دحاجي غفورکسانو دغه پيسې بېرته ترلاسه اودولت ته وسپارلې.
د نورستان ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حاجي غفور په خپله د کانتيوا سيمې اوسېدونکى او په دغه ولايت کې د حزب اسلامي يو له مهمو قوماندانانو څخه و.
سرچينې زياته کړې، چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېد وروسته نوموړي په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره ډېرې هلې ځلې کړې وي.
دنورستان ولايت مقام دهغه مړينه لويه ضايعه بللې اودهغه کورنۍ ته يې دډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي دي.
دحزب اسلامي حکمتيار د ګوند پخواني وياند استاد قريب الرحمن سعيد پژواک سره په خبرو کې د حاجي غفور وژنه په کلکو ټکوکې وغندله او دغه کار يې داسلام د دښمنانو يوه دسيسه وبلله.
طالبان وايي، چې دوى د حاجي غفور په وژلو کې لاس نه لري.