کور / تازه خبرونه / د ايم کيو ايم کاندید فخرالاسلام ووژل شو

د ايم کيو ايم کاندید فخرالاسلام ووژل شو

کراچۍ : د سند په حیدراباد کې ناڅرگندو وسله والو د ايم کيو ايم له خوا راتلونکو ټاکنو ته کاندید فخرالاسلام وژلى دى د ایم کیو ایم ګوند د حیدراباد د اطلاعاتو د څانګې يو چارواکي هارون خټک ويلي چې فخرالاسلام دنوموړي ګوند لخوا سند اسمبلۍ له ۴۷ حلقې څخه کاندید وواو زياته يې کړه چې دی له کوره راوتلی و، په لار کې ناڅرگندو کسانو پرې ډزې کړې دي او ځای پر ځای یې ووژلو. فخراسلام له ۱۹۸۸م کال راهیسې د متحده قامي مومنټ غړی وو، د سیمې جواینټ یونیټ انچارج هم وو او صوبایي او قومي اسمبلۍ لپاره په راتلونکو ټاکنو کې کاندید هم وو”د هارون خټک په خبره فخراسلام پښتون وو. له چا سره يې شخصي دښمني نه وه خو څو څو ځله یې ترې اوریدلي ول، چې ژوند ته یې خطره ده.پولیس وایي بریدګر له بريده وروسته تښتيدلي دي دپاکستان د طالبانوتحريک وياند احسان الله حسان د دغه پېښې پړه منلې