اسلام اباد:دامریکا ضد سیاستونه دپاکستان دانتخاباتو په سیالیو کښې دحکومت دمخالفو ګوندونو دتبلیغاتو ترټولو مهم چورلیز دی . دپاکستان دتحریک انصاف ګوند مشر دامریکا دبې پایلوټه الوتکو دحملو مخنیوی چې دانتخاباتو لپاره یې ځان کاندید اعلان کړی دی وویل په راتلونکو انتخاباتو کښې دبریالیتوب په بڼه کښې دترهګرۍ پرضد دامریکا له جنګ سره دپاکستان دائتلاف ختمول او دپاکستان په قبایلي سیمو دامریکا دبې پایلوټه الوتکو دحملو مخنیوی زما دخارجي سیاست برخه ده .هغه وویل دپاکستان او افغانستان له طالبانو ډلو سره دخبرواترو لپاره کوشش دتحریک انصاف ګوند نور سیاستونه دي