احمدزي کرکټ لوبډلې په ننګرهار کې د شل اوريزو سياليو اتلولي وګټله.
دغه سيالۍ چې د ننګرهار بهسودو کرکټ په لوبغالي کې څلور ورځې وړاندې د ملي سوداګر حاجي عمر عرب په مالي مرسته د ننګرهار لسو کلپونو ترمنځ پيل شوى وې، پاى لوبې ته يې احمدزي يا هلال ګروپ او عرب لينز لوبدلو لاره پيداکړى وه.
د پاى لوبې لومړى توپ وهنه عرب لينز لوبډلې وکړه او په وار وار يې خپل لوبغاړي له لاسه ورکول او ټول لوبغاړي يې په شلم اور کې په يوسلو څلورو منډو وسوځېدل او سيالې لوبډلې ته يې د يوسلو پنځو منډو هدف کېښوده.
په احمدزي کرکټ لوبډله کې د پياوړو لوبغاړو په شتون سره ورته ورکړل شوى هدف په ډېر اسانې سره د يو لوبغاړي په سوځېدو په يولسم اور کې پوره کړه او په پاى لوبه کې يې عرب لينز لوبډلې ته ماته ورکړه او د اتلولي جام يې خپل کړ.
د پاى لوبې مراسمو پرمهال ملي سوداګر عمر عرب ټينګار وکړ چې د کورني کرکټ د ودې په موخه به لا هڅې وکړي او زياتوي په پلان کې لري چې د هېواد په کچه د کرکټ سيالۍ په لاره واچوي.