کور / تازه خبرونه / د ننګرهار د پوليسو له روزنيز مرکز څخه ١٤٦ تنه ساتنمنان فارغ شول

د ننګرهار د پوليسو له روزنيز مرکز څخه ١٤٦ تنه ساتنمنان فارغ شول

جلال آباد: د ننګرهارڅخه راغلی خبروایې چي دننګرهار دپوليسو له روزنيز مرکز څخه( ١٤٦ )تنه ساتنمنان دڅلورو مياشتو زده کړو وروسته فارغ شول.
د دغه روزنيز مرکز مشر سمونوال مفاد خان رحيمزي د دغه مراسمو پر مهال وويل؛ ياد( ١٤٦ )تنه ورته دڅلوروولایتونو (دکابل، ننګرهار، کونړ او لغمان )د قوماندانيو څخه ورپېژندل شوي وو.
نوموړي زیاته کړه؛ دغو پوليسو ته يې د زده کړو پرمهال د پوليسو هر ډول اړينې زده کړې ورښودلي دي.
د ده په وینا فارغ شوي ساتنمنان به د کورنيو چارو وزارت د پېژنتون له لارې په بېلابېلو ولايتونو کې پر دندو وګمارل شي.
ددغه روزنيز مرکز څخه زرګونه تنه افسران، ساتنمنان او ساتونکي د زده کړو وروسته فارغ شوي، چې دا مهال په بېلابېلو ولايتونوکې پر دندو بوخت دي.
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې قوماندانۍ مشر پاسوال معشوق وویل چې د پوليسو ښوونيز بهير چټک شوی.هغه زياته کړه دمګړۍ په هيواد کې ۱۱ د پوليسو روزنيز مرکزونه لري چې هر مرکز یې په هر پړاو کې د ۱۲۰۰۰ پوليسو د روزنې وړتيا لري.
د ننګرهار دپوليسو روزنيز مرکز چارواکي وايي چې د ۱۲۶ تنه ښځينه پوليسو په ګډون یې د فعاليت د پیل راهيسې شاوخوا شپیته زره پوليسو ته روزنه ورکړې چې دمګړۍ په بیلابیلو سیموکې په دنده بوخت دي.