کور / شعر / اوسم

اوسم

لکه د گل په شان ازغو کی اوسم

لکه پتنگ په سرو لمبو کی اوسم

که چا پوښتنه زما وکړه درنه

یمه افغان زه په درو کی اوسم

زما خوښیږی نه قصرونه د چا

ځوی د افغان یم په خیمو کی وسم

چی د وطن زخمونه وگورم زه

شمه په چغو په سلکو کی اوسم

د وطن غم دی همیشه ما سره

څه شو افغان زه په فکرو کی اوسم

غلیم نن راغی او واکدار شو زمونږ

وطن می وران شو گنډوالو کی اوسم

دلته زما وطن په چغو ژاړی

ځکه نن بیا زه په غمو کی اوسم

څوک شته چی اوښکی زما پاکی کړی بیا

زه خو کابل یم سرو لمبو کی اوسم

زما وطن نه رڼا گډه وکړه

هر خوا غورځیږم زه تیارو کی اوسم

زه ( وطنیار ) یم د وطن په غم کی

شپه تر سهاره شوگیرو کی اوسم