د افغانستان دجمهوررئیس ددفترپه خبر پاڼه کي راغلي ،چي دارګ په ماڼي کي دحامدکرزي په مشرۍ دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون دنوی رئیس دټاکنې په اړه مشورتي غونډه جوړه شوه.دغې مشورتي غونډې ته جهادي مشران، د جمهوري ریاست مرستیالان، دملي شوراد دواړومجلسونورئیسان، دمدني ټولنې ځینې غړي، دسیاسي ګوندونواودسیاسي اپوزیسیون مشران رابلل شوي وو.خودسياسي ټلوالواوګوندونودهمکارۍ شورادارګ دغه ناسته تحريم اوهغه يې يوه ناقانونه هڅه بللې ده.هغوی په سختوټکوسره دغه ناسته په کلکه وغندله.دغه شوراچي له ٢١ ګوندونواودحکومت له سياسي مخالفوټلوالوڅخه جوړه ده اونن يې په يوه خبري غونډه کې دغه ناسته د ډيموکراتيکوارزښتونواومعيارونوخلاف وبلله.
دارګ ماڼي په دغه مشورتي غونډه کې دانتخاباتودبهیر اود انتخاباتودخپلواک کمیسیون درئیس دټاکنې پر څرنګوالي باندې له بحث وروسته، پریکړه وشوه :چې دملي شورا له خوادانتخاباتودقانون اودانتخاباتودخپلواک کمیسیون د تشکیل اوصلاحیتونودقانون له تصویب وروسته دې د انتخاباتو دخپلواک کمیسیون دنوي رئیس د ټاکنې په اړه د قانون له مخې په اقدام لاس پورې شي. په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د ولسمشر په مشرۍ د ټولټاکنو دخپلواک کمېسیون د نوي ريیس د ټاکنې په اړه، چې د دغه کمېسیون د اوسني رئیس دکارموده د قانون له مخې په نږدې راتلونکي کې سرته رسېږي. حامدکرزي درې کاله وړاندې فضل احمد معنوي د ټاکنودخپلواک کمېسيون دمشر په توګه وګوماره، چې دهغه کاري دوره د روانې مياشتې تر پايه ختمېږي.همدا راز په دغه غونډه کې دملي شورا له دواړومجلسونوڅخه هیله وشوه چې دانتخاباتو د قانون او دانتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونوقانون دې ژر تر ژره تصویب کړي.
دیادولوړده چي په ملي شوراکي دانتخاباتودقانون اودانتخاباتودخپلواک کمیسیون د تشکیل اوصلاحیتونودقانون مسوده لاوړاندی ملي شوراته استول شوي خوتراوسه پوري دولسي جرګي دپریکړي پایله نه ده عملي شوي .
د ارګ ماڼي مشورتي غونډې ته دغه (۵۲) کسان رابلل شوي وو:
1- جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي
2- جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني
3- جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف
4- جهادي مشر آیت الله شیخ محمد آصف محسني
5- د جمهوري ریاست لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم
6- د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمد کریم خلیلي
7- د ولسی جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي
8- د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
9- د سترې محکمې رئیس او قاضی القضات فضیلتمآب پوهاند عبدالسلام عظیمي
10- ستر هدایت امین ارسلا وزیر
11- د افغانستان د علماوو د سراسري شورا رئیس قیام الدین کشاف
12- د جمهوري ریاست ستر سلاکار استاد شهراني
13- د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني
14- د ملي ایتلاف مشر جناب محترم دوکتور عبدالله عبدالله
15- د لېږد بهیر د کمیسیون مشر دوکتور اشرف غنی احمدزی
16- د اساسي قانون پر تطبیق باندې د څارنې د کمیسیون رئیس ګلرحمن قاضي
17- د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال احمد ضیا مسعود
18- په امنیتي چار وکې د جمهوري ریاست ستر سلاکار ستر جنرال عبدالرحیم وردګ
19- د ولسي جرګې غړی جناب محترم استاد محمد محقق
20- محترم محمد حنیف اتمر
21- د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د عالي ادارې رئیس جلالتماب دوکتور عزیز الله لودین
22- د ولسي جرګې غړی جناب محترم محمد یونس قانوني
23- د ولسي جرګې غړی جناب محترم استاد اکبري
24- محترم حاجي دین محمد
25- محترم عارف خان نورزی
26- محترم خلیفه صاحب قزل ایاق
27- د ولسي جرګې غړی محترم سید حسین انوري
28- د بشري حقوقو او چاپریال ساتنې د سازمان مشر محترم عبدالرحمن هوتکي
29- د جمهوري ریاست سلاکار وزیر محترم وحید الله سباوون
30- د سولې د عالي شورا غړی محترم قاضی محمد امین وقاد
31- د جمهوري ریاست د عالي مقام سلا کار وزیر محترم مولوي صاحب سالک زاده
32- د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون رئیسه محترمه ډاکتره سیما سمر
33- د عدلیې وزیر حبیب الله غالب
34- د انرژۍ او اوبو وزیر اسمعیل خان
35- د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال
36- له نیشه یي توکو سره د مبارزې وزیر انجنیر ضرار احمد مقبل
37- جهادي مشر سید منصور نادري
38- د جمهوري ریاست د عالي مقام د عدلي او قضایي بورد رئیس سرور دانش
39- محترم سید نورالله سادات
40- د مدني ټولنې د همغږۍ د مرکز د اجرایوي پلاوي غړی محترم حیات الله حیات
41- د مدنې ټولنې د مجتمع رئیس محترم عزیر الله رفیعي
42- د فیفا د موسسې رئیس محترم جانداد سپین غر
43- د افغان ښځو د شبکې مرستیاله محترمه لیدا یعقوبي
44- د مدنې ټولنې د همغږۍ د مرکز رئیس محترم دوکتور میرویس رحیم زی
45- د مدني ټولنې او د بشر د حقوقو د شبکې رئیس محترم نعیم نظري
46- محترم فیض الله ذکي
47- محترم محمد موسی خان هوتک
48- محترم مولوي وکیل احمد متوکل
49- د سودا ګرۍ وزیر محترم دوکتور انور الحق احدي
50- محترم سید محمد ګلاب زوی
51- محترم جیلاني پوپل
52- محترم مولوي عبدالحکیم مجاهد