واشنګټن پست: دامریکا دواشنګټن پُست ورځپاڼي یوخبرورکونکي همکارغړي دافغان ملي اردودکارونواوبریاوو
په هکله یورپوټ لیکلی اووایې :
کله چي دافغان ملي اردوپوځونه دتنګي دغره خولی ته ورسیدل،دوی ولیدل چي دیوي کلاپرسردطالبانوبیرغ ځوړنددی،افغان ځواکونوسمدستي دهغه ځای څخه خپل بیړني عملیات پکار واچول چي داکارآسانه نه وو.دوی دتنګي درۍ وهغه سیمي ته وخوځیدل ،چي ددوی په ولکه کي نه وو،اودمخالفونوپه لاس کي وو.
افغاني ځواکونوپه ډیرمهارت اوزړه ورتیاسره هغه ځای ته ورسیدل.افغان ځواکونه دغره پرسر په ډبریرنو ډبرودکلاپرسرباندی ورپورته شول. دوی دطالبانوسره یولنډمهاله جګړه پیل کړه،دوړي اواړودوړجوړشواووروسته څرګنده شوه،چي افغاني ځواکونودمخالفونوکلاپخپله ولکه کي راوستي اودطالبانوبیرغ یې کښته کړي اوخپل افغانې بیرغ یې دکلاپرسرځوړندکړي.
وروسته ټولوته مالومه شوه چي افغاني ځواکونودغه سیمه ټوله پخپل واک کي راوستي اومخالف وسله وال یې دهغه ځای څخه شړلي دي .
دیادوني وړده چي امریکايې ځواکونودوه کاله مخکي ډير ي هلي ځلی وکړي چي دغه خطرناکه دره ونیسي ولي دمخالفونودمقاومت له کبله بیرته پرشا شول .
امریکایې ځواکونودافغان ځواکونو دیوه قوماندان سره په خبروکي وویل ،چي دافغان ملي اردو دمیړاني او زړورتیاپه وړتیا کي هیڅ شک نشته .دوی وکولای شول د مخالفونو دغه خطرناکه دره په ډیر آساني سره په خپل واک کي راولې.
دامریکاېې ځواکونولپاره دافغان ملي اردودغه شاهکاری اوجګړییزه تکتیکي مهارت ټوله موږ امریکایان هک پک حیران کړو. چي دوی څنګه دیوی ورځې په اوږدوکي دومره ستربرۍ ترلاسه کړي اودتل لپاره ېي دغه خطرناکه سیمه ددښمن دولکي څخه خلاصه کړله.
آ