په میدان وردګو ولايت کې به د شپږ سوه پنځوس زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت د جمنازم جوړولو چارې پیل شي.
دغه خبره د ميدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني د دې ولايت د هغه لوبغاړو سره په خبرو کې وکړه،چې په بېلابېلو وختونو کې یې دغه ولايت ته د بریاوو په ترڅ کې مډالونه راوړي وو.
د دې ولايت په دغه لوبغاړو کې، د تکوندو،کونګفو،کارټې، والیبال، کریکټ،کیک بوکسنګ او ځیني نورو لوبو لوبغاړي وو،چې د لوبو ترسره کولو وروسته یې مډالونه او ستاینلیکونه ترلاسه کړي وو.
په دغه ولايت کې دیادو لوبو فدراسیونونو مشرانو د خپلو خبرو په ترڅ کې په دې وروستيو کې لوبو ته ولایت مقام د ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه،همدغه لوبغاړي دي چې دغه ولايت ته په بېلابېلو برخوکې مډالونه راوړي،نو پکارده چې همدا ډول دوی ته هم خاصه پاملرنه وشي.
دوی وویل: په دې وروستيو کې د دغه ولایت د بیاسیکل ځغلونې،کرکیټ،کامفو او ځینو نورو برخوکې لومړی او دویم مقامونه دهېواد په کچه ترلاسه کړيد دي
د میدان وردګو ولایت مرستیال ښاغلی ذاکر حسین سلطاني په خپلو خبرو کې ټولو لوبغاړو ته د دوی د بریاوو له امله د مبارکۍ ترڅنګ زیری ورکړ،چې همدا اوس د دوی لپاره د یوه ښه جمنازم د کار د پیل کیدو لومړني کارونه پای ته رسیدلي او ژربه د شاوخوا شپږ سوه او پنځوس زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت د دغه جمنازم د جوړولو چارې پیل شي.
ده زیاته کړه،دغه جمنازم سربیره پردې چې د لوبو کولو ټول سهولتونه به ولري،په شاوخوا دیرش جریمه ځمکه کې به جوړ شي او هیله یې څرګنده کړه چې د جمنازم دجوړولو چارې به دسرطان په میاشت کې پیل او د روان کال په وروستیو کې به پشپړې شي.