د چترال او نورستان په ګډه پوله یو څو تاریخي سیمي شتون لری چي وګړي یی اوس هم په خپلو دودونو کلک ولاړ دي یاده سیمه چي د کلاش په نوم یادیږي د نورستان دکامدیش او برګمټال ولسوالیو سره پرته سیمه ده چي ډیره برخه یی دګاونډی هیواد پاکستان او یوه برخه یی دنورستان تر سرخدونو تړاو لرۍ د کلاش خلک په کلاشي ژبه خبري کوي او داوسني نورستان پخواني غلامان ګڼل کیږي یاد خلک په کال کي دري میلي لری چی دښځو په ګډون نارینه هم پکښي برخه اخلي او په بیلابیلو سندرو او ګډاکانو یي لمانځي دنوموړو خلکو شمیر ډیر نه دي او دشپیتو کورونو په درلودلو سره شاوخوا څلور زره تنه دلته ژوند کوي خو عجیبه داده چي یاد خلک تراوسه په خپل دین کلک ولاړ دي .
داسي ویل کیږي چي پاکستان هیواد نه عواړي یاد خلک دي مسلمانان شي ځکه دي تاریخی سیمي ته له بهرنیو هیوادنو هم خلک دسیل لپاره راځي نوموړي خلک خپل خدایان لری او هعوي دخپل خدای عبادت کوي ویل کیږی چي کلاشیانو پخوا خپل مړي دځمکي په سر ایښودل او ورسره به یي دهعه ټول زر پیسي تبر او داسي نور شیان ورسره ایښودل خو په کلاش دعلو پیداکیدلو نه وروسته چي ډیري قبرونه یي لوټلي دي او اوس خلک خپلي مړي دخاورو لاندي ښخوي
دکلاش خلک په خپل دین کلک ولاړ خلک دي او دوي په دی عقیده لري چي څه موده وړاندي ددوي پیغمبر په دی سیمه کي ژوند کړي وه دکلاش دخلکو نښي نښاني په نړي کي ډیرۍ کمي لیدل شوي دي
دیاد ولو وړده چي د کلاش خلک لا تراوسه نه دي مسلمان او ټول په خپل دین ټینګ ولاړ دي خو د خیرانتیا لاداده چي داسلامي نړي په مینځ کي څو کلي لاتراوسه داسلام نه دي خبر.