کور / تازه خبرونه / حکیم الله محسود :په پاکستان کې غیر اسلامي ډیموکراسي ده

حکیم الله محسود :په پاکستان کې غیر اسلامي ډیموکراسي ده

د پاکستان د طالبانو مشر حکیم الله محسود په یوه ویډیويي پیغام کښې چې رسنیوته یې استولی دی وویل،غیر مسلمانان په پاکستان کښې دلویدیځ ډیموکراسۍ د رودې په کارولوسره د مسلمانانوتر مینځ درز اچول غواړي.هغه ټینګار وکړ طالبان په پاکستان او د سیمې په نورو اسلامي هیوادونوکې د اسلامي شریعت پر اساس د ډیموکراسۍ د نظامونو بدلول غواړي .حکیم الله محسود ادعا کړي ،د پاکستان طالبان په جهاد سره په اسلامي هیوادونوک شې د اسلامي قانون او شریعت اجرا کیدل غواړي او په درسته نړۍ کښې به اسلامي خلافت واکمن کړي.دغه پاکستانی طالب مشر زیاتوي،آمریکا د مسلمانانو تر مینځ په دسیسو او جنګ سره ،په هغوى واک غواړي