پېښور: دبي بي سي د خبر له مخې :پوځي چارواکي وايي د خيبر اېجنسۍ تيرا دره کې د امنيتي ځواکونو عملياتو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر له ۱۰۰ اوښتی دی.پوځي چارواکي وايي دغه عمليات چې له تېرې جمعې راهيسې پيل شوي، لږترلږه ۳۰ سرتېرې او نژدې ۱۰۰ طالبان په کې وژل شوي دي.دغه عمليات وروسته له هغه پيل شوي چې د خيبر اېجنسۍ دغې لرې پرتې سيمې کې د لشکر اسلام، انصار الاسلام او تحريک طالبان ډلو ترمنځ نښتې وشوې.د ملګريو ملتونو طبيعي پېښو پر وړاندې ادارې ويلي د دغو نښتو له امله له تيرا درې نه له ۴۰ زرو زيات وګړي خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې وو.په راپورونو کې ويل شوي د ځايي خلکو ترمنځ داسې باور خپور دی چې د انصار الاسلام جنګيالي او د امن لښکر خپلې خوښې سرتېري له امنيتي ځواکونو سره په ګډه د لشکر اسلام او طالب غورځنګ جنګياليو پر وړاندې په جګړه کې دي، خو وضعيت لا په بشپړ ډول روښانه نه دی.د فرانسې خبری اژانس ته يو پوځي چارواکي چې له خپل نامه اخيستو يې ډډه کړې، ويلي دغو څو ورځنيو عملياتو کې له پاکستاني پوځ سره هوايي مرسته هم ملګرې وه، او نښتو کې تر دې مهاله له ۱۰۰ زيات توندلاري او ۱۳ پوځيان وژل شوي دي.خو اسوشيېټېډ پرېس د وژل شويو پوځيانو شمېر ۳۰ او د توندلاريو ۹۶ ښولی چې په نښتو کې وژل شوي دي.د اسويېټېډ پرېس خبري اېجنسۍ په وينا چارواکي دا هم وايي چې د مځکنيو عملياتو ترڅ کې پوځ د طالبانو او پلويانو له منګولو يې پراخه سيمه نيولې، خو خپلواکو سرچينو د دغو دعوو پخلی نه دی کړی.په همدې مهال د پاکستان بشري حقونو کمسيون (اېچ ار سي پي) هم په تيرا دره کې پر ناوړه حالت اندېښنه څرګنده کړې، او په يوه اعلاميه کې يې پر دې خواشيني څرګنده کړې چې حکومت په دې دره کې د خپلې واکمنۍ په ټينګښت کې پاتې راغلی دی، او په وينا يې داسې برېښي چې د زورزياتي اوسنۍ لړۍ وروسته حکومت پر ډېره سيمو خپله ولکه له لاسه ورکړې ده.تيرا دره چې نژدې ۱۰۰ کيلو متره اوږدوالی لري، داسې قبايلي سيمه ده چې له دريو اېجنسيو خيبر، اورکزۍ او کورمې سره نښتې ده.