کور / تازه خبرونه / ننګرهار : د ښوونځيو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل سوې

ننګرهار : د ښوونځيو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل سوې

په ننګرهار کې د ښوونځيو ترمنځ د کرکټ دولس اوريزې سيالۍ پيل شوې.
دغه دولس اورېزې سيالۍ د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د ځوارلسو ښونځيو کرکټ لوبډلو ترمنځ د دوشنبې په ورځ پيل شوې
يادې سيالۍ د دپوهنې رياست تر چتر لاندې د فقر الله ښوونځي د کرکټ په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې او شاوخوا پنځلس ورځې به دوام وکړي.
دغه سيالۍ د شهيد محمد اشرف ښوونځي او عبدالرحمن پژواک ښوونځي کرکټ لوبډلو په لوبه پيل شوې.
په ترسره شوې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه عبدالرحمن پژواک لوبډلې وکړه په ټاکلي دولس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يو اويا منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د دوه اويا منډو هدف وټاکه.
دغې هدف پوره کولو ته شهيد محمد اشرف ښوونځي کرکټ لوبډلې لوبغاړو ښه لوبه پيل کړه او ياد هدف يې د درېو لوبغاړو په سوځېدو په اوم اور کې پوره کړ او په شپږو ويکټو يې عبدالرحمن پژواک لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ددغو سياليو موخه د لېسو زده کوونکو ترمنځ همغږي او کورني کرکټ ته وده ورکول په ګوته شوي دي.