دبریتانیا څخه رارسیدلي خبرونه وایې،چي دبریتانیاپخواني لمړۍوزیره مارګریتا تاچرنن ددوشنبه په ورځ داپریل په اتمه نیټّ دیوی مغزی سکتي څخه وروسته د(۸۷)کالوپه عمرمړه شوه.
میرمن تاچردبرتانیالومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې وه ،چې په پرله پسې توګه یې دخپل ګوندپه مشرۍ درې ځلې ټاکنې ګټلي دي.مېرمن تاچردبریتانیادمحافظه کارګوندغړۍاوله ۱۹۷۹ تر ۱۹۹۰ کلونو پورې دبرتانیا لومړي وزیره وه.
دبریتانیا لمړی وزیر ډېویډکامېرون هغه یوه ستره برتانوۍ ښځه وبلله اودبرتانیې ملکې دهغې دمړینې په اړه ژوره خواشینې څرګنده کړېده.
ډیویدکامیرون په یوه پیغام کي ویلي ،چي موږ یوه ستره رهبره، یوه عظیمه لومړۍ وزیره اویوه عظیمه برتانوۍ له لاسه ورکړه. میرمن تاچردبریتانیاپه ۱۹۷۹، ۱۹۸۳ او ۱۹۸۷ په ټولټاکنوکې بریالۍ شوه اودري ځله دلمړي وزیری پرچوکي ناسته وه .