د کندهار ولايت د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو مرکز KMIC لخوا ددغه ولايت شلو ځوانو ژورنالستانو ته د راډيو په برخه کي روزنه ورکوله سوه.
دغه پروګرام چي په ترڅ کي يې د راډيو ژورناليزم تدريس سو د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر په نوښت او کوربتوب د سيمه ييزي حکومتدارۍ د پروګرام (ASGP) په همکاري سره تنظيم سوى وو.
په ياد سوي روزنيز پروګرام کي د کندهار د محلي رسنيو د نارينه خبريالانو ترڅنګ پنځو ښځينه ژورنالستانو هم برخه اخستې وه او په ترڅ کي ئې د مسلکي زدکړي ترڅنګ د رسنيو اخلاق او له قانون سره د ټکر نه کولو قانوني لاري چاري ور وښوول سوې.
ددغه روزنيز پروګرام څخه هدف د کندهار ميشتو رسنيو د کارکوونکو د وړتياوو زياتوالى، په قانون د هغوى پوهاوى، هغوى ته د خپلو اصلي مسؤليتونو په اړه ښه تره پوهاوى ورکول او په کاري ډګر کي يې د ژړ ژورناليزم مخنيوى وو.
د کندهاريو ژورنالستانو دغه ځواني ډلي ته همداراز له دولتي مقاماتو سره د اړيکو نيولو او له هغوى څخه د قانون په چوکاټ کي د هر راز غير محرمو معلوماتو د تر لاسه کولو په اړه هم روزنه ورکوله سوه.
د کندهار د رسنيو په مرکز کي ددې روزنيز پروګرام برخوالو ته د پروګرام په پاى کي فراغت ليکونه ورکول سول او له هغوى وغوښتل سول چي د خپل کاري ډګر ستونزي له مطبوعاتي مرکز سره شريکي کړي څو په راتلونکي کي ورته حل لاري پيدا سي.