کور / تازه خبرونه / دفراه ولایت په غوڼډه کي چي کرزي هم پکي ګډون درلودی دراکټی بریدونو لاندي راغله

دفراه ولایت په غوڼډه کي چي کرزي هم پکي ګډون درلودی دراکټی بریدونو لاندي راغله

خاماپرس:خبروایې چي نن دوه راکټونه دفراه ولایت پرهغه غونډه و شوه کوم چي کرزی هلته موجود وو.چارواکي وايې چي داپیښه هغه وخت را منځته شوه چي کرزي دتیري چهارشنبه دپیښي دکورني دغړوسره خبري کولی . دچارواکو په وینا فیرشوي راکټونه دغونډي دځای څخه دوه کیلومتره لیري لګیدلي دي . تراوسه پوري دراکټونودزیان په هکله کره مالومات نشته .
دفراه ولایت ویاندعبدالرحمن ژوندي یوي رسني ته ویلي ،چي کرزی دفراه ولایت ته رارسیدلی اودغم ځپلوکورنيو دغړوسره یي لیدنه وکړه. کرزي دبریدکونکودغه عمل په کلکه اوسخت توروسره وغاندی.جمهوررئیس دولایت چارواکو ته دنده وسپارله ،چي ددي پیښي عاملین ژرونیسي .دکرزي سره په سفرکي دکورنیوچارووزیرمجتبی پتنګ، دجمهوررئیس سلاکاروزیر نعمت الله شهراني ، دمحلي ارګانو رئیس اودولسي جرګي ځیني غړي ملتیاکوله .
دفراه ولایت چارواکي وایی چي فیرشوي راکټونه دفراه ولایت د لویدیزي سیمي څخه راغلي دي اومرګ ژوبله نلري.
دفراه ولایت باندي دتیري چهارشنبه ځانمرګي بریدونود( ۵۶) کسانو ژوندواخیست اوترسلو ډیرکسان یې زخمیان کړل.