د څلورو ولايتونو هزاره قوم مشرانو د ميدان وردګو والي څخه د ولسمشر د پخوانيو فرمانونو د پلې کېدو غوښتنه وکړه .
د وردګو،بامیان،دایکندي او غزني ولايتونو د هزاره قوم مشرانو چې شمیر یې نږدې سل ته رسېدئ د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي سره نن (دوشنبه) د یوې غونډې په ترڅ کې وغوښتل،چې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ دیرش کلنې شخړې ته د پای ټکې کېښودلو په موخه دې د جمهور رئیس هغه فرمان چې لس کاله وړاندې یې صادر کړى وو، پلى سي .
د یادو مشرانو په استازې په ولسي جرګه کې د وردګو ولايت استازي ښاغلي ناصري وویل: هغه مهال چې د هزاره قوم په سیمو کې کوچیان اوسیدل، د دغه قوم نفوس دومره زیات نه وو،خو ورځ تربلې د هزاره قوم نفوس زیاتيږي نوځکه نشي کولای،چې کوچیانو ته په سیمو کې ځای ورکړي .
خو د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي له یادو مشرانو وغوښتل،چې د جمهور رئیس لخوا ټاکل شوي پلاوی،چې مشري یې سلاکار وزیر اسدالله وفا کوي،ورسره همغږي شي او هغه پرېکړې چې دوی لخوا په راتلوونکې کې کیږي هرکلی وکړي.
ده همدا راز د دغه مشرانو د هغې غوښتنې په ترڅ کې چې وایې دیادې ستونزې د ښه حل په موخه دې د هېواد له جمهور رئیس سره ورته د خبرو اترو زمینه برابره کړي،وویل : هڅه به وکړې ترڅو د ستونزې د حل په موخه دغه لیده کاته هم برابر کړي .
د يادوني وړ ده چي نژدې هر کال او کله کله په کال کي څو ځله د هزاره وو او پښتنو ترمنځ د مځکو او يوشمېر نورو مسئلو پر سر جګړې رامنځ ته کېږي چي د دواړو خواوو په مالي او ځاني تاوانونو پاى ته ورسېږي.