د وردګو ولايت چارواکې وايي په دغه ولايت کې میشت سیمه ییز پولیس باید په بشپړ ډول د دغه ولایت اوسیدونکي وي .
د وردګو ولايت والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي دغه غوښتنه د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو د عمومي رئیس ښاغلي جنرال علیشاه احمدزي سره په لیدنه کې وکړې.
د سیمه ییزو پولیسو عمومي رئیس جنرال علیشاه احمدزي چې د یوه پلاوی په مشرۍ ئې دغه ولايت ته سفر کړی وو، وویل : دوی پخپل تشکیل کې د دغه ولايت لپاره څوارلس سوه (۱۴۰۰) سیمه ییز پولیس لري، چې د مګړۍ د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې ټول اوه سوه اویا(۷۷۰) سیمه ییز پولیس دندې لري،چې د دې ولايت سربیره د نورو بیلابیلو ولایتونو اوسیدونکي دي.
ده زیاته کړه: که ميدان وردګو ولايت ولسونه ورته پخپلو سیمو کې پاتې شپږ سوه دیرش (۶۳۰) پولیس ورکړي،نو دوی به یې په بشپړ تجهیزاتو سمبال کړي او هغه سهولتونه چې لازم دي ورته برابر کړي.
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي وویل : په وردګو ولايت کې سیمه ییز پولیس باید د دغه ولایت د ولسونو لخوا معرفي شي او بیا په اړوندو سیمو کې په دندو وګمارل شي.
هغه همدا راز د سیمه ییزو پولیسو عمومي رئیس ته ډاډ ورکړ،چې ددې ولايت د ولسونو مشرانو سره به خبرې وکړې تر څو د اړتیا له مخې سیمه ییز پولیس د خپلو سیمو امنیت ساتلو په موخه ورکړي،خو غوښتنه یې وکړه هغه سیمه ییز پولیس چې د مګړۍ په دغه ولایت کې دندې لري او د نورو سیمو دي باید پرځای یې د هماغه سیمې خپل اوسيدونکي په سیمه ییزو پولیسو کې په دنده وګمارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د مګړۍ ددې ولايت په مرکز میدان ښار،چک، دایمرداد،جغتو، جلریز، نرخ او سیداباد ولسوالۍ کې په دندو بوخت دي .
دیادونې وړده چې محلي پولیس دافغانستان په یوسلو یواویا ولسواليو کې دندې لري،چې د چارواکو دمعلوماتو له مخې د دغه پولیسو ټول تشکیل یې پنځه څلويښت زره تنه دئ .