په جغتو اولسوالۍ کي د پنځو میلیونو افغانۍ يو په مالي لګښت د سرور کائنات منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل او د پنځه نورو ښوونځیو د احاطې جوړولو چارې به ژر پیل شي.
دغه خبره د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي د جغتو ولسوالۍ د قومونو سره د سولې په ولايتي شورا کې د لیدنې پرمهال وکړې او زیاته یې کړه په دغه ولسوالۍ کې سربیره پردې چې د پنځه میلیونه یوسلو اته څلویښت زره افغانيو په مالي لګښت د سرورې کائنات د منځني ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوي، د پنځه نورو ښوونځيو ( شهیداحمدشاه،عمرفاروق،غازي محمدافضل خان،بیدمشک،سرورکائنات) د احاطو جوړول د پوهنې وزارت له لورې منظور شوې او ژر به یې چارې پیل شي.
نوموړې همدا راز وویل : په دغه ولسوالۍ کې اوه بابه نوې لومړني ښوونځې فعاله شوي،یو کثیر الرشتوي انستیتوت منظور شوی،دوه لومړنیو ښوونځيو منځنيو ته ارتقاع کړې او د سرور کائنات منځنی ښوونځي لیسې ته ارتقاع کړې ده .
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي د جغتو ولسوالۍ قومي مشرانو ته د پروژو په اړه وویل : د یارلس سوه یونویم کال راهیسې تردې دمه په دغه ولسوالۍ کې څلورنوی (۹۴) بېلابېلې پروژې پلي شوي،له سلو زیاتې وړې او لویې پروژې په دغه ولسوالۍ کې دمګړۍ تر کار لاندې دي.
ده وویل : دولت د جغتو ولسوالۍ د قومونو په غوښتنه یادې پروژې پلي کړي،چې له یو خوا د دغه ولسوالۍ ولسونو ته د کار زمینه او له بل لورې د بیارغانې کارونه ترسره شول،خو دیادې ولسوالۍ د ولسونو څخه یې غوښتنه داده،چې د دولت سره په هره برخه کې همکاري ووسي.
د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو هم د وردګو د والي له لورې د ترسره کړیو کارونو له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دولت سره به په هره برخه کې د پخوا په څیر همکاري ووسي.
دا په داسې حال کې ده،چې تردې وړاندې په جغتو ولسوالۍ کې دریم کلینک هم منظور او د اړتیا په موخه یو امبولانس هم ورکړل شو.