کور / تازه خبرونه / كندهار: د اوبو د بندونو د جوړلو غوښتنه وسوه

كندهار: د اوبو د بندونو د جوړلو غوښتنه وسوه

له FAO څخه په کندهار کي د اوبو بندونو جوړولو غوښتنه وسوه

د ملګرو ملتونو تر چتر لاندي د غذايي موادو او کرهڼي په برخه کي د کارکوونکي مؤسسې FAO په کندهار ولايت کي د اوبو بندونو جوړولو غوښتنه وسوه.
د كندهار د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي ، کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا نن يكشنبه د يادي سوي ادارې له لوړپوړي تخنيکي مشاور وليد خالد مهدي سره په ليدنه کي وويل چي نور دي د ويالو پاکولو ته د پاى ټکى کښيږي دي او پيسي دي پر بنسټيزو پروژو ولګول سي.
نوموړي زياته کړه چي د ويالو او کانالونو پاک کاري د افغانستان د دودونو او رواجونو يوه برخه ده او خلک کولاى سي څو د اشر په توګه دغه کار وکړي، چي له دې خاطره د مؤسساتو له طرفه پر داسي کارونو د پيسو مصرف بې ځايه دى.
هغه يادونه وکړه چي دوى د کندهار په سرحدي ولسواليو کي د اوبو لګوني رياست لخوا د اوبو کوچني بندونه پيشنهاد کړي دي چي FAO هم بايد په دې برخه کي خپل امکانات وګوري او عملي ګامونه پورته کړي.
کندهار والي له دغي ادارې وغوښتل چي د خپلو کارونو لپاره قراردادونه په محلي سطحه وکړي او کارګران هم له هماغي مربوطه ساحې ورته مقرر کړي څو خلکو ته کار پيداسي او د مخالفينو د ناوړه استفادې مخه يې ونيول سي.
نوموړي زياته کړه چي د بنسټيزو او لويو پروژو په پلي کولو سره به له يوه طرفه خلکو ته د کارونو کولو زمينه مساعده سوې وي او له بله اړخه به د کندهار هغه ساحې چي د زراعتي اوبو له کمښت سره مخ دي اوبه سوي وي.
د FAO مشاور وليد خالد مهدي وويل چي ددوى د پروګرام اصلي هدف هم د بنسټيزو کارونو کول دي او اوس مهال يې هم د نورو ولايتونو ترڅنګ په کندهار کي لسګونه پروژې رواني دي او د څو نورو پر ډيزاين کار شروع دى.
خالد زياته کړه چي دوى د کندهار د اوبو د تنظيم رياست سره خپل ټول پلانونه او پروګرامونه شريک کړي او تل يې هڅه کړې چي په پروژو کي د کار کولو لپاره محلي کارمندانو ته د اولويت چانس ورکړي.
هغه يادونه وکړه چي په ټول افغانستان کي د بندونو جوړولو لپاره کار کوي او هڅه به وکړي چي د کندهار ولايت په سرحدي ولسواليو کي هم د بندونو په جوړولو کي ونډه واخلي.