کور / تازه خبرونه / د پنجوايي اولسوالۍ له پاره د وسله والو نظامي مسئول ووژل سو

د پنجوايي اولسوالۍ له پاره د وسله والو نظامي مسئول ووژل سو

دکندهارولايت دپنجوايي اولسوالۍ له پاره دطالبانو نظامي مسؤل عبدالهادي چي په سرحدي سره يې شهرت درلودى دافغان امنتي ځواکونو له لوري ووژل سو.
دطالبانوي اد نظامي مسؤل تيره شپه دپنجوايي اولسوالي دتلوکانو په سيمه کي هغه مهال ووژل سو چي نوموړۍ دخپل يوتن ملګري سره يوځاي غوښتل چي په هماغه ساحه کي د افغان ملي امنيتي او ايساف ځواکونو پر ضد کړني سرته ورسوي.
تر دې مخکي د مارچ د مياشتي پر ٣١ مه هم افغان ځواکونو خبر ورکړى وو چي د پنجوايي اولسوالۍ له پاره د وسله والو اولسوال وکيل عبدالله ئې وژلى . او نن ورځ بيا خبر ورکوي چي تېره ورځ ئې د وسله والو له لوري د پنجوايي له پاره د هغوى نظامي مسئول وژلى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.