کور / تازه خبرونه / د وردګو لوبډلي د زونو په کچه دوهم مقام وګاټه

د وردګو لوبډلي د زونو په کچه دوهم مقام وګاټه

د وردګو ولايت منتخبې لوبډلې د افغانستان د زونونو په کچه دویم مقام ترلاسه کړ.
د LSTO مؤسسې له لورې د هېواد د پنځه زونونو د شپږو پياوړو لوبډلو ترمنځ د کرکټ دغه شل اوریزې سیالۍ چې په ننګرهارکې یوه اونۍ وړاندې پیل شوې وې،په کې د وردګو ولايت سربیره،ننګرهار،کندهار،لوګر،بغلان او کندوز ولايت کرکټ منتخبو لوبډلو ګډون کړی وو.
د دغه سیالیو پای لوبې ته چې د ننګرهار او وردګو منتخبو لوبډلو لاره پیدا کړې وه،تېره ورځ د دواړو ولایتونو د مرستیال والیانو او نورو چارواکو ترڅنګ دګڼ شمیر مینوالو په وړاندې ترسره کړه،چې ننګرهار ميدان وردګو ولايت ته په ماتې ورکولو سره وکولای شول،چې لومړی او ميدان وردګ دویم مقام ترلاسه کړي .
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي او ولايتي شورا په لارښوونه د يادې پای لوبې ليدو په موخه د دغه ولايټ مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني،ولايتي شورا مرستیال حاجي جانان،ښاروال انجینر محمود، عامې روغتیا رئیس محمدفاروق مخلص،د کرنې او مالدارۍ رئیس فضل عمر،د نشه یې توکو سره د مبارزې رئیس انجینر ذبیح الله، دچاپیریال ساتنې رئیس عبدالولي، مخابراتو رئیس فضل نبي زاده او یوشمیر نورو له ميدان وردګو ولايت څخه ننګرهار ته سفر کړی وو.
دغه مشرانو ته د ننګرهار د مرستیال والي ښاغلي محمدحنیف ګردیوال، دکرکټ بورډ سپین غر زون رئیس قرارعزیزي،د LSTO مؤسسې مشر رحیم ګل څاروان او دیوشمیر مشرانو او د کرکټ مینوالو له لورې تود هرکلی وویل شو.
د ميدان وردګو ولايت مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني د خپلو خبرو پرمهال د کرکټ دغه ډول سیالۍ د سولې او ملي یوالې د رامنځته کولو لپاره یو مثبت ګام وباله او دواړو لوبډلو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ نغدي انعامات هم ورکړل.
د ننګرهار مرستیال والي ښاغلي محمدحنیف ګردیوال ننګرهار د کرکټ کور وباله او زیاته یې کړه چې دهمدې کرکټ لوبې له امله ډیری هېوادوال سره چې به بېلابېلو سیمو کې میشت دي پیژني،چې دا کارپخپله د ملي یوالې پیغام دی.
د ميدان وردګو ولايتي شورا مرستیال حاجي محمدحضرت جانان د ننګرهار ولايتي او کرکټ بورډ ادارې،د LSTO رونيزې مؤسسې له مشرتابه او ولسي خلکو څخه د دوی دښې میلمه پالنې له امله مننه وکړهاو ننګرهار یې دعلم او فرهنګ،جرګو او سولې کور وباله.
د وردګو ولايت ښاروال دولايت مقام په امر دیادو سیالیو په پای کې د وردګو ولايت منتخبې لوبډلې ته دیوې،یوې نمرې د ورکړې ژمنه هم وکړه
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ميدان وردګو ولايت والي د کرکټ لوبې لپاره د لوبغالې د جوړېدو ژمنه وکړه.