دکندهارولايت په پنجوايي ولسوالي کي تېره ورځ يو ځانمرګى بريد کونکى دامنيتي ځواکونو له لوري ژوندى نيول سوى دئ.
چارواکي وايي چي ياد کس غوښتل چي په کندهار کي ځانمرګى بريد وکړي خو تر وخت مخکي د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول سو.
تر دې مخکي د يادي اولسوالۍ اولسوال فضل الدين آغا د يوه ځانمرګي بريد په پايله کي چي د جمعې په ورځ او د يوه زرنځ موټر سايکل په واسطه رامنځ ته سو ووژل سو.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.