کور / تازه خبرونه / وردګ : د ترکيې هيواد ٢٠٠ پروژې پلي کړي دي

وردګ : د ترکيې هيواد ٢٠٠ پروژې پلي کړي دي

په وردګو ولايت کې ترکیې هېواد لخوا نږدې دوه سوه بیلابېلې پروژې پلي شوي دي.
دغه خبره د ترکیې هېواد دفاع وزیر ښاغلي یلماس د وردګو والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي سره په لیدنه کې وکړې او زیاته یې کړه د ترکیې هېواد د ولايتي بیارغاونې ډلې په دوه زره شپږم کال کې داګست په یودیرشمه نیټه په ميدان وردګو ولايت کې خپل فعالیت پیل کړی او تردې دمه یې یوسلو څلورشپیته بېلابېلې پروژې په دغه ولايت کې پلي کړي.
د نوموړې په وینا د دوی د ولايتي ډلې لخوا دمګړۍ هم دوه پروژې تر کار لاندې دي او یوه بله هم په پلان کې لري،چې په ټولیز ډول یې په یادوه موده کې یوسلو اوه شپیته پروژې د دغه ولايت لپاره پلي کړي دي چې ددې ولايت ولسونه ترې دمګړۍ ګټه اخلي.
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د وردګو ولايت د ولسونو اقتصاد په درې مهمو برخو ولاړ دی،چې په هغې کې کانونه،مالداري او زراعت شامل دي،چې د دوست هېواد ترکیه په دغه ولايت کې په دوه مهمو برخو زراعت او مالدارۍ کې خپلې پروژې پلي کړي دي .
هغه زیاته کړه ترکیې هېواد د دې سربیره د پوهنې،روغتیا او یوشمیر نورو برخو کې هم په دغه ولايت کې اساسي کارونه کړي،چې د ميدان وردګو ولايت ولسونو او دولت یې له کارونو څخه ستاینه او درناوی کوي.
ده وویل : د پولیسو د روزنې په برخه کې د افغان استادانو سره په ګډه دغه هېواد نږدې څوارلس سوه پولیسو روزنه پخپل مرکز کې ترسره کړې او په یوشمیر نورو امنیتي برخو کې هم له امنیتي ادارو سره همکاري کړې.
د وردګو والي د ترکیې هېواد له یادو مشرانو یوځل بیا وغوښتل چې د دغه ولايت سره خپلو ارزښتمندو مرستو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي او د دغه ولايت له ولسونو او چارواکو سره خپلې اړېکې قایمې وساتي.