د سپين غر زون د معلولينو لوبډلي مسئول جليل انوري وويل د ننګرهار او لغمان معلولينو کرکټ لوبډلو ترمنځ د درو شل اوريزو سيالۍ مېچ ئې د جلال ابآد ښار سراج العمارت بڼ د کرکټ په ورزشي لوبغالي کي په لاره اچول سوى وو.
انوري زياته کړه ننګرهار لوبډلي لغمان لوبډلي ته په درې شل اوريزو سيالۍ يو کي پرله پسې ماته ورکړه او د شل اوريزو سياليۍ يو دا لوبي ئې پر صفي وګټلې.
په وروستۍ او درېېمه سيالۍ کي لومړى توپ وهنه ننګرهار لوبډلي وکړه په شل اورونو کي د درو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٢ منډي جوړي کړې.
دغه هدف لغمان لوبډلي پوره نه کړ او ټول لوبغاړي ئې په ١٦٢ منډو وسوځېدل.
ددغو سيالۍ يو موخه په نورو ولاياتو کي د معلولينو کرکټ ته هڅول او معلولينو لوبډلو جوړول دي.