په سهېل کي د يونيسف مشر وايي چي اداره به يې د لومړي ځل لپاره په کندهار ولايت کي د محلي ادارې په خوښه پلان جوړوي او دلته به د خلکو د اړتيا سره سم کارونه پر مخ وړي.
عبدالجبار ديني د کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل زياته کړه چي دوى به راتلونکې اوونۍ د پلان جوړولو لپاره يوه لويه غونډه ولري چي په ترڅ کي به يې د ولايتي ادارې د غوښتنو پر اساس پلان جوړ سي.
نوموړي زياته کړه چي په دغه مجلس کي به د ټولو مرستندويه ادارو محلي او مرکزي استازي راغوښتل کيږي څو له هغوى څخه هم د پلانونو په پلي کولو کي مرسته وغواړي او هرڅوک خپل امکانات شريک کړي.
د هغه په خبره چي په ياده غونډه کي به همداراز د هغو مشکلاتو او ستونزو لپاره د حل لارو پر پيداکولو هم بحث وسي چي په تېرو وختونو کي ورسره ولايتي اداره او مرستندويه ادارې مخ وې.
ښاغلي ديني يادونه وکړه چي د راتلونکي اوونۍ د غونډي له اهدافو يې، يو هم د خبرو پر ځاى عمل ته د زياتي توجه د جلب هڅه ده او له ګډونوالو به وغواړي چي په عمل کي پلانونه پياده کړي.