کور / تازه خبرونه / دشوروی اتحادیوپخواني سرتیری ددیرشوکلنووروسته په هرات کي پیداشو

دشوروی اتحادیوپخواني سرتیری ددیرشوکلنووروسته په هرات کي پیداشو

دشوروی اتحادیوپخواني سرتیری چي دشوروی دسرولښکروسره افغانستان ته راغلي وو،اووروسته دجګړي په ډګرکي دمجاهدنوولخواه یرغمل شو. دغه سرتیری دروسیه دورکوشووسرتیرودکمیټي په مرسته پرون په هرات کي وموندل شو. دازبکستان دسمرقنداوسیدونکی حکیمووف وروسته له دیرشوکلنوڅخه دلمړی ځل لپاره دخپلي کورني دغړوسره اړیکي ونیولی. الکساندرلورنیتووف دروسیه دورکوشوسرتیرودکمیټی غړی نن دحکیمووف سره ولیدل. دحکیمووف پخواني استوګنځې ځای دسمرقند ښاردی ده خپل نوم یې بدل کړی اواوس یې نوم شیخ عبدالله دئ.
حکیمووف (شیخ عبدالله ) وایې چي دئ دافغانستان دخلکوڅخه راضی دئ اونه غواړي چي بیرته خپل هیواد ته ولاړشي. هغه وایی چي په( ۱۳۶۲ )کال کي دشوروی پوځونوسره دهرات ښار ته راغلي وو،اودمجاهدنودبرید پر وخت په شنډندکي ټپی شواوبیا دعبدالعزیزپه نامه دیوه قوماندان لخواه یرغمل شواوتردرملني لاندی ونیول شو.
هغه وایی چي ددي سیمی خلکوده ته کوراوکورني جوړه کړه اودتورن اسماعیل په وخت کي یې دافغانستان تا بیعیت لاسته راوړی. دهغه په وینا څرنګه چي دافغانستان خلک دده سره ډیری ښیګڼی کړیدی دی ،نوپه دی خاطر نه غواړی چي بیرته روسیه ته ولاړشي.
دورکوشووسرتیرودکمیټی استازی الکساندر لورنتیووف وایی چي په افغانستان کي دجګړی پرمهال دشوروی اتحاد(۳۰۰) سرتیري ورک اولادرکه دي اوشاید ډیر یې مړه وي . هغه وایې چي تراوسه پوري یې (۳۱) ورک شوي سرتیري پیداکړی، چي )۲۲)سرتیری یې یواځي دپنجشیر، بغلان اوسمنګان ولایتونوکي پیداکړل. هغه زیاتوی چي یوسرتیری دغورولایت (چخچران) کي اوسیږی چي اصلی نوم یی سیرګي وواواوسني نوم یی نورمحمد دئ او دوه نورسرتیری په کندزکي دي چي نه غواړي خپل وطن ته ستانه شي .
نوموړي وایې چي د( ۱۵ ) شوروی سرتیرو دمړوقبرونه یې پیداکړی دي اودهویت دپیژیدنې لپاره ددغوسرتیرو هډوکي له ځانه سره روسیي ته وړي . دشوروي دورکووشووسرتیرودکمیټی دغه استازی وایې چي دروسیه دولت حاضردي ددغوسرتیر وټولي غوښتي ومني په دي شرط چي دوی بیرته تګ ته راضي شي.