کور / تازه خبرونه / دبګرام په ولسوالي کي تیره شپه دبهرنیو ځواکونو لس ترانسپورټي باروړونکي ګاډي وسوځول شوي

دبګرام په ولسوالي کي تیره شپه دبهرنیو ځواکونو لس ترانسپورټي باروړونکي ګاډي وسوځول شوي

پروان:دپروان ولایت څخه یوخبر وایې،چي تیره شپه دبګرام په ولسوالي کي دبهرنیوایساف ځواکونولس باوړونکي پوځي ترانسپورتي وسیلي دیوي چاودني له امله وسوځول شوي. دبګرام ولسوالي چارواکي وایې چي دغه لس اکمالاتي ترانسپورتي وسیلي دایساف ځواکونو وي ،چي دبګرام دهوایې ډګردختیځي دروازی څنګ ته دګازدبالونودچاودني له امله داورسکروټي شوي.
دبګرام ولسوالي دخلکویوه استازي رسنیوته وویل ،چي په دغه اورلګونه کي شپږباروړونکي موټران اودري دتیلو ټانکران سوځیدلي دي اودتیلودټانکریوچلونکي هم پکي وژل شوی دي.
دطالبانوویانددرسنیو سره داړیکوپرمهال ددي پیښي پړه منلي اودبهرنیوځواکونودډیروموټرانودسوځولو خبرورکوی اودغه چاودنه تاکتیکي بولي.
ولي بهرنیوځواکونوتراوسه پوري په دي اړه رسنیو ته دڅه نه دي ویلي.