اسلام اباد:پاکستان د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ګنې امنیتي ځواکونو یې د ګډې پولې په اوږدو کې یو اړخیز فعالیتونه پیل کړې دي.د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودين ویلي و، چې د پاکستان پوځ د ننګرهار گوشتې ولسوالۍ ته څېرمه د تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړى چې په هېڅ ډول د افغانستان لپاره د منلو وړ نه دی.خو پاکستان د ښاغلي لودين ادعاوې نا سمې وبللې او ویې ویل چې ځواکونو یې په خپله خاوره کې دننه د ګورسال په سیمه کې په عادي ډول د یوې زړې پوستې بیا رغوونه پیل کړې، چې افغان چارواکي یې پرې لا له وړاندې خبر کړي وو.هغه وویل چې په دا ورستیو کې د پولې په اړه لاسلیک شوې یوې درې اړخیزه موافقې پر بنسټ دواړه هېوادونه باید پر پوله د نوې ابادۍ مخکې یو بل خبر کړي.د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل:سره له دې چې نوې ودانۍ نه جوړوي، خو بیا یې هم د ښه نیت د څرګندولو لپاره افغانستان سره معلومات شریک کړي وو’.هغه زیاته کړه چې د روان کال جنوري میاشت کې مهمند ایجنسۍ ته د یوه افغان پلاوي د سفر پرمهال هم هغوی ته د دې پلان په اړه معلومات ورکړل شوي وو.”د ښاغلې لودین څرګندونې د پولې د سمبالښت په تړاو د مفاهمت او لاسلیک شوي تړون ضد دي. “د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا د پوستې د بیا رغوونې هدف د وسله والواوجنایت کارانو مخه نیول او پر پوله د نظم پیاوړي کول دي.هغه وویل چې په دې اړه د ښاغلې لودین څرګندونې د پولې د سمبالښت په تړاو د مفاهمت او لاسلیک شوي تړون ضد دي.ویاند وویل چې پر پوله د چارو ښه کول د دواړو هېوادونو په ګټه دي. هغه افغانستان ته هم وړاندیز وکړ چې دغه ډول ګامونه واخلي. پاکستاني ویاند د ښاغلې لودین له خوا پر کوڼر د پاکستاني توغندیو د برید خبره هم رد کړه.