لندن : دبي بي سي د خبر له مخې پاکستان کې له ځوانانو د شوې نظر پوښتنې پايلو ښوولې چې ډېرى دغه ځوانان په دې باور دي چې دیموکراسي د دغه هېواد لپاره يو کارنده سياسي سيستم نه دى.د يوۀ سياسي نظام يا سيستم په توگه د دغو ځوانانو لومړى غوراوى يا انتخاب اسلامي شريعت او دويم هغه پوځي حکومت و. د برتانيا د برټش کونسل له خوا “چې په بهر کې د برتانيا ښوونيز، فرهنگي او سوداگرييزو چارو لپاره کار کوي” تر سره شوې دغې نظر پوښتنې کې څه د پاسه پنځه زره پاکستاني رايه اچوونکي پوښتل شوي چې عمرونه يې له ۳۰ کلونو کم وو.دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په راتلونکو څو اوونيو کې ټول ټاکنې کېږي او د ثبت شويو رايه ورکونکو نږدې دريمه برخه ځوانان جوړوي.د څېړنې د پايلو پر بنسټ څه د پاسه ۹۰ سلنه پاکستاني ځوانان په دې باور دي چې پاکستان ناسم لوري ته درومي. اقتصادي مسايل په ځوانانو کې د ډېرېدونکې بدبينۍ مهم لامل برېښي. هغوى د خوراکي، سون موادو او نورو موادو لوړو بيو ته او د ځان او خپلو کورنيو د ژوندانه معيار ته گوته نيسي.برټش کونسل وايي ځوان نسل ډېرى داسې احساس کوي چې دوى سوکالي نوره هم له لاسه ورکوي. د راتلونکي نسل څه د پاسه دوه درېمه برخه په دې اند ده چې د پخوا په پرتله د دوى حالت نور هم خراب شوى.د سويلي آسيا په دغه هېواد کې ځوانان پر سياسي بنسټونو لکه پارلمان، حکومت او سياسي گوندونو چې دغه هېواد ته لورى ورکوي ډېر کم وېسا او باور لري خو برعکس پوځ ته چې د پاکستان د ٦٦ کلن تاريخ تر نيمايي ډېره يې پر دغه هېواد واکمنۍ کړې د اغېزناکې او فعالې ادارې په سترگه کتل کېږي.په نظر پوښتنه کې پر قضايي نظام او رسنيو هم د باور کچه لوړه ښوول شوې.