استاد صادق صادق د دوشنبې په ماښام و مړ.
نوموړى د جنوبي پښتونخوا په يوه روغتون کي د ورپېښي ناروغۍ له کبه سترګي پټي او له دې پاني نړۍ څخه ئې رخصت واخيست.( انا لله و اِنا اِليه راجِعُون).
ښاغلى صادق صادق ٧٥ کاله پخوا د کندهار ښار د درېيمي ناحيې په يوه معارف دوست کورنۍ کي دې نړۍ ته سترګي پرانستي وې او تېره شپه يې د ور پيښي ناروغۍ له کبله د جنوبي پښتونخوا په مرکزي روغتون کي ساه ورکړه.