دافغانستان جمهوررئیس حامدکرزی دآلمان دیوي ورځپاڼې سره پخپلوخبروکي ویلي چي دطالبانومشرملامحمدعمر کولای شي دافغانستان د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتوکي برخه واخلی.هغه زیاته کړه چي دطالبانورهبرملاعمرکولای شی ،خپل ځان کاندیدکړی اوخلکو ته دي وخت ورکړی چي دده په ګټه رايې اچوي اویاکه دده پرضد .
حامدکرزی وویل،چي دافغانستان داساسی قانون له مخي هرافغان وګړي کولای شي اوحق لری چي خپل ځان دجمهوری ریاست چوکۍ ته کاندید کړي.کرزی زیاته کړه چي طالبان دي دوسلي پرځای سیاست ته راشي اودخپل حق څخه دي ګټه پورته کړي .دهغه په وینا دافغانستان دولت دطالبانوسره ژوري اړیکي لري.
بل لوري دطالبانوویاندویانوڅوځله په تکرارسره ویلي چي دکرزي سره دخبرواترولپاره تیارنه دي اودهغه سره دخبرو میزته نه ورځي اودافغانستان انتخابات هم په رسمیت نه پيژني.
کرزی دآلماني ورځپاني سره په خبروکي دناتوپرځواکونوباندي نیوکی وکړی اوپاکستان یې دسولی راوستلو لپاره لوی خنډ بللی دئ.