کور / تازه خبرونه / دملي امنیت رئيس اسدالله خالد تردرملني وروسته نن بیرته هیوادته ستون شو

دملي امنیت رئيس اسدالله خالد تردرملني وروسته نن بیرته هیوادته ستون شو

دافغانستان دملی امنیت لوی رئیس دامریکا په یوه روغتون کي تردرملني وروسته نن سې شنبې خپل هیواد ته راغلی. اسدالله خالددتیر کال ددسمبر په ۶ نیټه دیوه ځانمرګي بریدپه پیښه کي هغه وخت سخت زخمي شو،کله چی دطالبانو په نامه کوم استازی دطالبانو پیغام دملی امنیت رئیس ته دملي امنیت په یوه میلمستون کي هغه ته وړاندي کاوه.


 نوموړۍ سمدستي دملی امنیت روغتون ته ولیږدل شو او دهغه ځای څخه دبګرام دهوايې ډګر ته دامریکایې ځواکونوروغتون ته یووړل شو او بیا وروسته ددرملني لپاره وامریکا ته ولیږل شو.


په امریکاکي داسدالله خالدددرملني پرمهال دامریکا جمهوررئیس بارک اوباما، دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزي اوددولت نورلوړپوړي چارواکي دهغه روغتون ورغلل اودهغه سره یې لیدني کتني وکړي.


پر اسدالله خالد ځانمرګي برید هغه بريد ته ورته وو چي دوه کاله مخکي د سولي عالي شورا پر مشر برهان الدين رباني ترسره سوئ و خو د ملي امنيت ريس اسدالله خالد له دغه مرګوني څخه ژوندی ووتئ .