کور / ترخې خبري / دکوچنيانوحقونه، دملت او دولت غفلت

دکوچنيانوحقونه، دملت او دولت غفلت

څرنګه چې داسلام مبارك دين انسانانوته دژوندتګ لاره اواصول څرګندكړي اوهربشرته يې ددوى دحقوقواوپه ژوندكې دبشري سلوك اوټولنيزنظام لارښوونه كړې . نوهركس په خاص ډول مسلمانان مكلف دي چې داسلام مبارك دين په رڼاكي ټول هغه اسلام احكام چې مسلمانانوته خطاب دي مراعات كړي .
اسلامي احكام چې دانسان دټولنيزوچاروپه هره برخه كې روښنايي خوره كړې ده اوپه هره يوه برخه كې يې په پراخه كچه وضاحت راغلى .موږ يې په دې څوكرښوكې دماشومانوحقوقوته اشاره كوو. اسلامي قانون هركس مورپلاراويادماشوم مشرته حكم كړى چې دخپل ماشوم ښه تره ساتنه وكړي .دهغه اړتياوي پوره كړي اودده حقه حقوق زده كړي زمينه ورته برابره كړي ترڅوپه وسيله راتلونكي ژوندته سمون وربخښلى وي . اسلام فردته حكم كوي چې پرماشومانوباندي ددوى له توانه څخه درانه كارونه اوظلم ونكړي . دغه رازدهرهيوادوګړيوله لوري جوړسوي ټولنيزقوانين اودماشومانولپاره دنړيوال كنوانسيون ادارې له لوري جوړسوي قانون په ___ ماده راغلي چې هيڅوك داحق نلري چې پرماشوم درانه كارونه وكړي اوياجبري هغوى ودرنوكارونوته وګماري . ددې ادارې قانون هم داسلامي قانون سره سم حكم كوي چې دماشومانومشران دي خپلوماشومانوته حق وركړي اوددوى داړتياووپوره كولوسره په خواكي دي دزده كړوزمينه ورته برابره كړي .
دماشوم حقوق ترډېره ځايه پوري دنړيوالوله لوري مراعات سوي خوله بده مرغه په افغانستان په خاص ډول جنوب لويديځ زون كې په ډېروكورنيوكې لاهم نه دي وركړل سوي اودهغوى حقوقوته دنه پاملرني له امله زياتره ماشومان په سخت ستونزمن حالت كې ژوندكوي .
ددې عمده لامل په سيمه كې جنګ جګړې . لوږه . اوكمزورۍ اقتصادګڼلاى سوخودولت هم ځګه ګرم ګڼوچې دماشومانونړيوال كنوانسيون غړيتوب لري اودايې منلي ده چې دماشومانوحقوق به خوندي ساتي خوداژمنه يې يوازي دكاغذپرمخ كړې . ويلاى سوچې دماشومانوپه حقوقويې پرده خوړولي نه يې ددوى دحقوقوپه اړه دخلكودعامه پوهاوي په اړه قدم پورته كړى اونه هم اړتياوي ورپورته كړي دي . ددي سيمي بې شمېره ماشومان آن له الهي نعمت زده كړي نه هم محروم پاتي دي . دولت ددريوقوو، مقننه ، اجرائيه اوقضايې ارګان په درلودلوسره تراوسه پردې هم نه دى توانېدلى چې دماشومانودحقوقوڅخه سرغړوونكوته جزاوركړي .
ددولت دغه لوى غفلت چې دسهيل دماشومانودحقوقوپه اړه يې كړى داندېښنې وړدى ځكه همداماشومان دسباورځي ځوانان دي چې ددي خاوري خدمتګاران جوړيږي اوددې ټولنې دمسؤليت دنده ورسپارل كيږي .
كه دوى په همدې ډول په تاريكيوکې لوى سي اودوطن جوړوني ذهنيتونه ورنكړل سي نوخداى مكړه دتيرپه څېربه يوځل بيازموږ ډېرى ځوانان قلم ته شااوټوپك ته مخه كړي .
څرنګه چې مو وړاندي يادونه وكړل چې اسلام اودماشومانودملاتړنړيواله اداره ميندو، پلارونواومشرانوته حكم كوي چې دماشومانوحقوق وركړي له شكه پرته په لومړي قدم كې دكورنيومسؤلين مكلف دي چې خپل اولاد وروزي اودې مرحلې ته يې ورسوي چې دښې ښووني اوروزني په وسيله روښانه سباوون ولري اوپه راتلونكي كې دخپل ځان ، كورنۍ ، ټولني اوهيواد ته مصدردخدمت وګرځي .
خوپه ډېرتآسف سره وايوچې ددې ټولني ډېروخلكوخپل دامكلفيت اومسؤليت ياخودرك كړى نه د ى اويايې هم سرته نه دى رسولى .
كه څه هم ګڼي كورنۍ اړي دي چې دخپلي اړتياله مخي چې اقتصاديې كمزورۍ دى اوپه درست كوركې كوم بل مشرنه لري ماشوم له ښوونځۍ راګرځوي اودورباندي بيلابيل درانه كارونه كوي ترڅوخپلي كورنۍ ته نفقه پيداكړي خوپه خواكې يې ګڼ شمېرخلك په لوى لاس غېرله كومي اړتياڅخه خپل ماشومان اړباسي چې دماشومتوب په خواږه ژوندكې چې دلوبو اوزده كړي مرحله يې ده پرېږدي . كاروكړي يوازي دپيسوګټلولاري چاري ورته ښيې . كېداى سي د دوى داعمل هم دماشوم په ګټه نه وي دهغه راتلونكى دستونزي ډك كړي اوخپل ځان پرې هوساكړي .